د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې د پاکستاني پوځ ۳ سرتېري وژل شوي دي


په ورستیو کې په بلوچستان کې پر امنیتي سرتیرو بریدونه زیات شوي دي ـ پخوانی انځور
په ورستیو کې په بلوچستان کې پر امنیتي سرتیرو بریدونه زیات شوي دي ـ پخوانی انځور

د بلوچستان په زرغون سيمه کې نن (د مې پر ۲۰مه) د وسلوالو او د پاکستان امنيتي ځواکونو ترمینځ په نښته کې درې پوځي سرتېري او يو مشکوک وسلوال وژل شوی دی.

د پوځ مطبوعاتي څانګې (ای اېس پي ار) نن په بيان کې وويل چې د کوټې په شمال ختیځ کې۶۰ کیلومیټره لېرې د مارګټ غره په زرغون سيمه کې وسلوالو پر امنيتي پوستي بريد وکړ او له دواړو خواوو په ډزو کې یاده مرګژوبله وشوه.

د پوځ په خبره هغه امنيتي پوسته یې په سیمه کې د سکرو د کانونو د حفاظت او قلنګ اخیستنې د مخنیوي لپاره جوړه کړې ده.

بېلتونپالې وسلوالې ډلې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) د حملې ذمه واري منلې ده.

تر دې مخکې د مې پر ۱۲مه په مسلم باغ کې وسلوالو د سرحدي ځواکونو کيمپ بريد کړي وو چې د پوځ په وينا اووه سرتيري، يو عادي وګړی او شپږ وسلوال پکې وژل شوي ول. د مسلم باغ بريد ذمه واري تحريک جهاد پاکستان په نامه وسلوالې ډلې منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG