د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په کچلاغ کې دوه پولیس وژل شوي دي


په ورستیو کې په بلوچستان پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو بریدونه زیات شوي دي ـ پخوانی عکس
په ورستیو کې په بلوچستان پر پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو بریدونه زیات شوي دي ـ پخوانی عکس

د بلوچستان په کچلاغ کې په يوه نښته کې دوه پوليس او يو وسلوال وژل شوي دي.

د صوبې د کورنيوو چارو وزير ضیاالله لانګو د اپريل پر نهمه په کوټه کې خبريالانو ته وويل چې وسلوالو د شپې، د کچلاغ په سپين کلي کې د پوليسو پر اېګل سکواډ بريد وکړ چې تر دې وروسته د وسلوالو او پولیسو ترمینځ نښته پېل شوه.

په نښته کې دوه پوليس والا او یو وسلوال وژل شوي او یو پولیس سرتیری زخمی دی.

لانګو ونه ويل چې وسله وال د کومې ډلې ول. تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

په کچلاغ کې د اپرېل پر څلورمه هم پر امنیتي سرتېرو برید شوی وو چې پکې د سرحدي عسکرو دوه سرتېري وژلي شوي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG