د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم په بلوچستان کې پر امنیتي پوستو د اوږدو تلاشیو ضد مظاهرې کړې


پښتون ژغورنې غورځنګ د مې پر ۱۹مه په کچلاغ کې د تالاشیو پر ضد مظاهره وکړه.
پښتون ژغورنې غورځنګ د مې پر ۱۹مه په کچلاغ کې د تالاشیو پر ضد مظاهره وکړه.

پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کچلاغ او د کلا عبدالله په مېزۍ اډه کې د مې پر ۱۹مه احتجاجي لاریونونه کړي او پر امنیتي پوستو د اوږدو تلاشیو د ختمولو غوښتنه یې کړې.

دوی په صوبه کې د امنیت د ټینګښت لپاره شعارونه هم ورکول.

تر احتجاج وروسته د غورځنګ مخکښ نور باچا مشال راډیو ته وویل چې د کوټې او چمن پر لویه لار یارو سیمه باندې د ملېشې پر پوسته باندې ولسي وګړي زیات ځورول کیږي. د هغه په خبره چې پر دې پوسته یې ښځې، سپین ږيري او ناروغان په یوه نه بله بهانه په ساعتونو ساعتونو درولي وي.

نوموړی وايي: ''د لاریونونو مقصد دا دی چې ولس ته پوهاوی ورکړو چې امن زموږ حق دی او موږ پر خپله خاوره امن غواړو.''

باچا وړاندې وویل. له تېرو دوه میاشتو راهیسې په بلوچستان کې نا امني زیاته شوې ده. هغه زیاته کړه چې په تېرو وختونو کې په وزیرستان کې جنګ روان وو، هغه اوس بلوچستان ته راوړل کیږي چې غورځنګ یې غندنه کوي.

د غورځنګ یو بل مخکښ ملک مجید کاکړ مشال راډیو ته وویل چې له افغانستانه ډېری خلک او خپل خپلوان یې د درملنې لپاره کراچۍ او نورو ځایونو ته ځي چې هغوی د چمن او سپین بولدک پر پوله او نورو پوستو تنګول کیږي.

هغه وویل حکومت دې د تلاشیو او په نورو بهانو د خلکو تنګول ودروي.

پر امنیتي پوستو د خلکو د ځورنې د دعوې په اړه مو د بلوچستان له چارواکو سره د رابطې هڅه وکړه او د بلوچستان اعلا وزیر ویاند بابر یوسفزي او دپښین ضلعې انتظامي مشر یاسرخان بازي ته مو پر موبایل او وټس اپ پېغامونه هم پرېښودل خو هغوی ځواب نه کړل.

په بلوچستان کې په ورستیو کې د ناامنۍ پېښو زیاتېدو په اړه د صوبې د کورنیو چارو وزیر د مې پر ۱۹مه ویلي چې په هغې صوبه کې بدامني زیاته شوې چې پر ضد یې امنیتي ځواکونه اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG