د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي مسلم باغ کې وسلوال بريد کې ۶ سرتېري او ۶ وسلوال وژل شوي


په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او امنیتي ځواکونه وخت په وخت عملیات کوي - پخوانی انځور
په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې امنیتي وضعیت خراب دی او امنیتي ځواکونه وخت په وخت عملیات کوي - پخوانی انځور

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان صوبې په مسلم باغ سیمه کې د اېف سي ځواک پر يو کيمپ ترسره شوی برید پای ته رسېدلی او په ځوابي ډزو کې شپږ وسلوال وژل شوي دي.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) نن د مې پر ۱۳مه په یو بیان کې ویلي دي چې د دواړو خواو ترمنځ د ډزو په تبادله کې شپږ پوځیان او یو عام تن هم وژل شوي دي او د یوې ښځې په ګډون پکې شپږ نور کسان ژوبل شوي دي.

د بیان له مخې پرون (د مې ۱۲مه) سهار په مسلم باغ کې د اېف سي ځواک پر کیمپ د وسلوالو تر برید وروسته هلته نښته پیل شوه چې څو ساعته یې دوام وکړ او نن سهار پای ته ورسېده.

د پوځ په بیان کې ویل شوي د هغوی په عملیاتو کې د یرغمال شویو کسانو ژغورل او همدا رنګه د اېف سي ځواک د استوګنې سیمې نه د درو کورنیو خوندي وباسل هم شامل وو.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) وايي، په اېف سي کیمپ باندې حمله شپږو وسلوالو کړې وه چې ټول وژل شوي دي. پوځ وايي پلټنې یې روانې دي او د وسله والو سهولت کارانو ته به زر ځان رسیوي.

د دغه برید ذمه واري د تحریک جهاد پاکستان په نامه یوې نوې وسلوالې ډلې منلې ده. دا ډله نوې او کم پېژندل شوې ده چې په دې وروستیو کې یې د پاکستان په ځینو ښارونو کې د ترسره شویو بریدونو مسوولیت قبول کړی دی.

مسلم باغ د بلوچستان له مرکز کوټې څخه خواوشا ۱۲۰ کېلومیټره لیرې شمال ختیځ لوري ته پروت پښتون مېشته ښار دی.

په بلوچستان کې له یوې مودې راهیسې حملې زیاتې شوې دي. د ۲۰۲۳ز کال د اپرېل پر ۱۰مه، د بلوچستان له مرکز کوټې څخه ۲۵ کلومیټره ليرې شمال لوري ته د کچلاغ (کچلاک) سيمې په یو جومات کې د مشکوکو وسلوالو پر ضد د عملياتو پر مهال څلور پوليس سرتېري ووژل شول.

پولیسو هلته تر هغې وروسته عملیات وکړل چې د اپرېل پر نهمه د کچلاغ په سپين کلي کې د پوليسو پر ګرځنده ډلې (ايګل سکواډ) ناڅرګنده وسلوالو بريد وکړ او دوه پوليسان يې ووژل او يو يې ژوبل کړ. په ځوابي ډزو کې يو وسلوال هم وژل شوی وو.

تر هغې پېښې لږه شېبه وروسته په کوټه کې په غبرګو چاودنو کې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول او ۲۳ ژوبل شول.

په بلوچستان کې د بېلتونپاله بلوڅ وسلوالو او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي چې پرضد یې امنیتي ځواکونه وخت په وخت د عملیاتو خبر ورکوي

XS
SM
MD
LG