د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي نړیواله غونډه کې د طالبانو رسمیت پېژندنې پر موضوع تمرکز نه کېږي


ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په اړه په غونډه کې د هغه هېواد پر ننګونو بحث کېږي - پخوانی انځور
ملګري ملتونه وايي، د افغانستان په اړه په غونډه کې د هغه هېواد پر ننګونو بحث کېږي - پخوانی انځور

د ملګرو ملتونو یو ویاند فرحان حق ټینګار کړی چې راتلونکې میاشت د افغانستان په اړه د هغه سازمان په غونډه کې به په رسمیت د طالبانو د سرپرست حکومت پېژندلو پر موضوع تمرکز و نه شي.

رویټرز خبري اژانس وايي، د مې پر لومړۍ او دویمه نېټه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب تر تړلو دروازو شا ته په غونډه کې د افغانستان لپاره د ګڼو هېوادونو ځانګړي استازي ګډون وکړي.

دا په داسې حال ده چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امينې محمد د اپرېل پر ۱۸مه د امریکا په پرېنسټن پوهنتون کې وویل چې په هغه نړیواله غونډه کې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه هم بحثونه کېږي. هغې ویلي ول نه‌ پوهېږي چې طالبان به په رسمیت وپېژندل شي او که نه، خو په وینا یې په دې اړه بحثونه باید پيل شي.

د غونډې جوړېدو تر اعلان وروسته یوشمېر سیاستوالانو او د بشري حقونو فعالانو پر هغه اقدام تنقید کړی وو.

په جېنیوا کې د افغانستان دایمي استازولي ویلي ول چې امینه محمد او د ملګرو ملتونو نور لوړپوړي چارواکي باید د سازمان د هغه منشور او ارزښتونو مسوولانه ساتنه وکړي چې په تېرو ۷۵ کلونو کې جوړ شوي، پراختیا یې موندلې او د یو سند په توګه د تطبیق وړ دي.

هغې استازولۍ د اپرېل پر ۲۰مه په ټوېټر په بیان کې وویل، "د افغانستان تاریخ د ۲۰۲۱ز د اګست له ۱۵مې څخه نه‌ دی پیل شوی. باید د افغانستان اوسنی غیر عادي حالت عادي و نه‌ ښوول شي."

په بیان کې د ملګرو ملتونو په سازمان غږ شوی چې افغانان او نړۍ یې څاري.

خو د ملګرو ملتونو مرستیال ویاند فرحان حق د اپرېل پر ۲۰مه په نیو یارک کې خبریالانو ته وویل چې په هغه غونډه کې د طالبانو د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو پر موضوع تمرکز نه کېږي او په دې اړه هر ابهام باید لېري شي.

نوموړي زیاته کړه چې په غونډه کې به بحث په افغانستان کې د اوسنیو ننګونو د هواري لپاره واحدې اجماع ته د رسېدو شاوخوا څرخي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه کابل ته داخل شول او د افغانستان جمهوري حکومت یې ړنګ کړ. تر دې وروسته طالبانو هلته سرپرست حکومت اعلان کړ خو تر اوسه د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

طالب چارواکي هڅه کوي چې هېوادونه یې پر رسمیت وپیژني خو حکومت يې په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر تعليم او کار د بنديز له امله د نړيوالو له نيوکو او فشارونو سره مخامخ دی.

طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعليم او همداراز په غيرسرکاري ادارو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی. ښځو ته د جبري مخ پټولو او له کوره له محرم پرته د نه وتلو امر هم شوی دی. طالبانو د اپرېل پر پينځمه د ملګرو ملتونو په دفترونو کې هم د افغان مېرمنو پر کار بندیز عملي کړی دی.

د اپرېل پر ۱۸مه ملګرو ملتونه وویل چې که طالبان افغان ښځو ته د کار اجازه نه ورکوي نو چمتو دي چې په مې میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتونکې" پرېکړه وکړي.

خو د طالبانو حکومت دا تورونه ردوي‌ او وايي چې د "شریعت په چوکاټ" کې یې ښځو ته حقونه ورکړي دي او دا چې هغوی ته د تعلیم او کار د اجازې پر مېکانېزم کار کوي.

XS
SM
MD
LG