د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تورخم او چمن له لارې زرګونه افغانې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي


د نومبر پر دويمه شاوخوا ۱۹ زره بې اسناده افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شول.
د نومبر پر دويمه شاوخوا ۱۹ زره بې اسناده افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه شول.

له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهير نن پر درېیمه ورځ هم روان دی او ګڼې کورنۍ د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یوه چارواکي ارشاد خان نن مشال راډیو ته وویل چې پرون (د نومبر پر دويمه) پر هغه لاره ۱۹،۰۰۰ بې اسناده افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت چارواکو ویلي دي چې له اسلام اباد سره د بې اسناده افغانانو د ستنولو د بهیر په اړه خبرې کوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني د نومبر پر دويمه د فرانسې خبري اژانس ته وویل چې له پاکستانه غواړي چې بې اسناده افغانانو ته دې د ستنېدو لپاره زیات وخت ورکړي.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت ویلي دي چې د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي ورسره ژمنه کړې ده چې د بې اسناده افغانانو د نغدي او نورو شتمنیو د لېږد لپاره مېکانېزم برابروي.

سفارت پرون پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، لیکلي دي چې بګټي د طالبانو سفیر ته وویل چې پولیسو ته یې امر کړی دی چې اسناد لرونکي افغانان دې نه ځوروي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په تېره یوه میاشت کې تر ۱۶۵،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت د اکتوبر په پیل کې بې اسناده بهرنیانو ، چې لوی اکثریت یې د افغانانو دی، ته د میاشتې تر پای پورې له هېواده د وتلو امر وکړ.

د کډوالو په اړه د افغان طالبانو او پاکستان حکومتي چارواکو څرګندونې

په پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب د نومبر پر درېيمه په لنډي کوتل کې د بې اسناده افغان کډوالو لپاره جوړ شوي موقتي کیمپ دوره کړې ده.

نوموړي د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د افغانانو د ثبتولو او افغانستان ته د هغوی د لېږلو پر مهال دې اسانتياوې ورته برابرې کړي.

د خیبر انتظامي چارواکي وايي چې په دې کیمپ کې دننه بې اسناده افغان کډوالو ته یوازې اوبه او بسکټ ورکوي او د روغتيا یو مرکز یی هم ورته خلاص کړی دی.

سردار احمد شکیب د تورخم دروازې دوره هم وکړه او پر دې مهال د خیبر ضلعې پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي او د لنډي کوتل مرستيال کمېشنر ارشاد مومند هم ورسره ول.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لخوا له افغان کډوالو سره د څه ډول مرستو او یا په پاکستان کې کډوالو ته د اسانتياوو ورکولو اعلان ونه کړ.

په باکستان کې د طالبانو د حکومت سفير سردار احمد شکيب په لنډي کوتل کې له پاکستانيو چارواکوسره يوځای د افغان کډوالو لپاره جوړ شوي موقتي کيمپ ته سفر کړی.
په باکستان کې د طالبانو د حکومت سفير سردار احمد شکيب په لنډي کوتل کې له پاکستانيو چارواکوسره يوځای د افغان کډوالو لپاره جوړ شوي موقتي کيمپ ته سفر کړی.

بلخوا د خيبر پښتونخوا حکومت وياند بيرسټر فيروز جمال کاکاخېل ويلي چې صوبايي کابينې د بې اسناده افغان کډوالو لپاره د يو ارب (بېليون) روپيو منظوري ورکړې ده چې دا به د کډوالو پر ستنېدو او د هغوی لپاره پر اسانتياوو لګوي.

نوموړي د نومبر پر درېيمه په پېښور کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د پښتنو کلتور ته په کتو به د ستنېدو پر مهال له کډوالو ښځو نه عکس اخيستل کېږي او نه به هم د هغوی د ګوتو نښې ورڅخه اخيستل کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې له پاکستانه د بې اسناده بهرنیو وګړو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، د وتلو نېټه د اکتوبر پر ۳۱مه پای ته رسېدلې ده او چارواکو یې په زور د ستنولو بهیر پیل کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.

د افغان کډوالو ايستلو پر ضد کاربنديز او احتجاجونه

په بلوچستان کې یوشمېر ګوندونو او پښتون ژغورنې غورځنګ د بې اسناده افغانانو ایستلو پر ضد نن (د نومبر پر درېيمه) د بلوچستان په پښتون مېشته سیمو کې کاربندیز کړی دی.

احتجاجي کاربندیز د عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري غورځنګ، د خوشال کاکړ په مشرۍ له پښتونخوا ملي عوامي ګونده د جلا شوې ډلې او پښتون ژغورنې غورځنګ په اعلان شوی دی چې ورسره سم نن په مرکز کوټه او نورو ښارونو کې دوکانونه او کاروباري مرکزونه تړلي دي او پر سړکونو د ګاډو تګ راتګ کم دی.

هغو ګوندونو او غورځنګونو په زور د افغانانو ایستلو او ورسره د امنیتي ادارو د ناسم چلند غندنه کړې ده.

د نومبر پر درېيمه په کوټه ښار کې زياتره دوکانونه او مارکېټونه تړل شوي دي.
د نومبر پر درېيمه په کوټه ښار کې زياتره دوکانونه او مارکېټونه تړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په امر د نومبر پر دويمه د کوټې په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې مظاهرې وشوې.

د ګوند سیاستوالانو پر حکومت غږ وکړ چې بې اسناده افغانانو ته دې د پاکستان شهریت ورکړي ځکه چې په هغه هېواد کې یې ډېر کلونه ژوند کړی دی، خو د بلوچستان د اطلاعاتي چارو لنډمهالي وزیر جان اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې بې اسناده افغانان په درناوي هېواد ته ستنوي او د هغو سرتېرو پرضد اقدام کوي چې له کډوالو سره یې ناسم چلند کړی وي.

سیند او بلوچستان کې د بې اسناده کډوالو ګرفتارۍ

په همدې حال کې په سیند او بلوچستان کې هم د بې اسناده افغانانو د نیولو لړۍ روانه ده.

د کراچۍ په سلطان اباد کې د بې اسناده افغان کډوالو لپاره د جوړ شوي کیمپ یا موقتي مرکز یو منتظم ظهور مري د نومبر پر دويمه رسنیو ته ویلي چې هغوی په تېرو دریو ورځو کې خواوشا ۴۰۰ کسان نيولي ول.

نوموړي زياته کړې چې د نومبر پر دويمه يې له هغې ډلې ۱۳۸ بې اسناده افغانان له کراچۍ څخه په بسونو کې د بلوچستان چمن ښار ته ولېږدول.

د مري په وينا، ۲۶۲ کسان یې تر پلټنو او تصدیق وروسته خوشې کړي چې په هغوی کې د قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو په شمول پاکستاني وګړي هم شامل ول.

د کراچۍ پولیس وایي چې د بې اسناده وګړو پر ضد يې د نومبر پر درېيمه هم عملیات دوام لري.

په همدې حال کې په سیند کې د عوامي نیشنل ګوند مشر شاهي سید په بیان کې ویلي دي چې پولیس د کراچۍ په ګډون د سیند په بېلابېلو برخو کې پښتانه ځوروي او د بې اسناده کډوالو ترڅنګ په قانوني ډول په پاکستان کې اوسېدونکي کسان هم ځوروي.

ده له حکومته وغوښتل چې د دې عمل مخه دې ونیسي.

پولیسو کراچۍ کې سلګونه افغانان نیولي دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:50 0:00

تر دې وړاندې، د کوټې د پولیسو مشر جواد طارق خبریالانو ته ویلي دي چې د نومبر پر لومړۍ نېټه یې په کوټه کې ۵۷۲ افغانان نیولي دي چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

طارق زیاته کړه چې د بې اسناده افغانانو د نیولو بهیر یې تر هغې وروسته شروع کړ چې د پاکستان حکومت له لوري ورکړی مهلت یې پای ته ورسېد.

په همدې حال کې د نومبر پر لومړۍ نېټه په کوټه کې ګڼو ښځو د افغانانو د نیولو او ځورونو پرضد د خبریالانو مرکز مخې ته مظاهره وکړه.

دوی له حکومته وغوښتل چې افغانانو ته دې په خپله خوښه له پاکستانه د ستنېدو لپاره وخت ورکړي.

خو د بلوچستان د اطلاعاتي چارو لنډمهالي وزیر جان محمد اڅکزي په کوټه کې خبري غونډې ته ویلي دي چې کوم خلک بې اسناده بهرنیانو ته ځای یا کور ورکوي، پرضد به یې اقدام کوي.

دی وايي، پولیسو نیول شوي افغانان حاجي کیمپ ته لېږدولي دي چې هلته یې د نادرا کارکوونکي په اړه معلومات ثبتوي او بیا یې هېواد ته لېږدوي.

د امریکا او د بشري حقونو سازمانونو غوښتنه

امریکا وايي، د پاکستان په ګډون له ټولو هېوادونو غواړي چې له پناه غوښتونکو سره د چلند په برخه کې پر خپلو ژمنو ودرېږي او په زور یې د نه ایستلو اصل ته درناوی وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتیو مېلر د نومبر پر لومړۍ نېټه په واشنګټن کې خبري غونډې ته وویل، "موږ د پاکستان په ګډون د افغانستان ګاونډیان په کلکه هڅوو چې هغو افغانانو ته د ورداخلېدو اجازه ورکړي چې د نړیوالو مرستو په لټه کې دي او د بشري مرستو برابرولو لپاره دې له نړیوالو بشري سازمانونو سره همغږي وکړي."

بلخوا د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ويلي له پاکستانه یې د افغان کډوالو د ايستلو پر عواقبو په واشنګټن ډي سي کې د پاکستان له سفیر مسعود خان سره خبرې کړې دي.

مېرمن امیري د نومبر پر درېيمه پر خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې په دې کتنه کې یې پر ښځو او نورو زیانګالو ډلو د ايستلو پر اغېزو بحث وکړ چې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته له څه ډول خطراتو او چېلنجونو سره مخامخېږي.

تر دې مخکې یوه امریکايي چارواکي د اکتوبر پر ۳۱مه ویلي ول چې واشنګټن هڅه کوي له پاکستانه امریکا ته ۲۵،۰۰۰ افغان کډوال ولېږدوي.

یوشمېر پاکستانیو چارواکو چې د خپلو نومونو له څرګندولو یې ډده کړې، تایید کړې چې امریکا اسلام اباد ته د هغو افغانانو نوملړ ورکړی دی خو په وینا یې چې نیمګړی دی.

تر امریکا دې مخکې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم ویلي ول چې د افغانانو په زور لېږدول "بشري ناورین" زېږولای شي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن مشرې حنا جېلانې د اکتوبر پر ۳۱مه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) مشر فېلېپو ګراندې ته په استولي لیک کې ویلي چې په جبري ډول د کډوالو لېږد د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۳۱مه په ویډیويي بیان کې وویل چې د نومبر له پیله څخه د بې اسناده بهرنیانو پرضد قانوني کاروايي پیلوي.

په همدې حال کې د پاکستان یو چارواکي، چې نوم یې نه دی ښوول شوی، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د اکتوبر په میاشت کې له ټول هېواده څه باندې ۱۶۵،۰۰۰ بې اسناده افغانان هېواد ته ستانه شوي دي.

اخوا د ملګرو ملتونو ادارو د اکتوبر پر ۲۷مه وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د تګ بهیر خورا ګړندی شوی دی.

هغو ادارو پر اسلام اباد ټینګار کړی دی چې د "بشري حقونو د ناورین" تر زېږېدو مخکې دې له خپلې پرېکړې په شا شي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د اکتوبر پر اوومه په بیان کې په اسلام اباد کې د افغانانو پر ګرفتاریو او د هغوی د استوګنځایونو د ړنګولو پر رپورټونو د غصې څرګندونه وکړه.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG