د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټانک مشران د پوځي هېلېکاپټرو بمبارۍ کې ولسي وګړو ته د اوښتي زیان تاوان غواړي


د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کړي دي - پخوانی انځور.
د پاکستان پوځ په تېرو میاشتو کې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ضلعو کې د وسلوالو پرضد هدفي عملیات کړي دي - پخوانی انځور.

د خیبر پښتونخوا د ټانک ولسي مشرانو په وروستیو عملیاتو کې د وژل شوي ماشوم او د ژوبلو کورنۍ ته تاوان ورکولو غوښتنه کړې ده.

د بېټنیو مشرانو د مې پر ۲۱مه د ښار په تالار (ټاون هال) کې جرګه وکړه او و یې ویل چې حکومت دې د ژوبلو کسانو سمه درملنه وکړي.

د جرګې ګډونوالو مشال راډيو ته وویل، امنیتي ځواکونه دې په سیمه کې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړي نه په نښه کوي او د هغوی ودانیو او جایداد ته دې زیان نه رسوي.

دا تر هغې وروسته ده چې د مې پر ۲۰مه پوځ په ټانک کې د عملیاتو پرمهال د درو مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه وکړه.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیان کې ویلي دي چې په عملیاتو کې دوه سرتېري هم وژل شوي دي، البته له دې پرته یې نور معلومات نه دي ورکړي او ولسي وګړو ته یې هم د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د ټانک انتظامیې هم لا د جرګې د ګډونوالو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو د ټانک د لنګرخېلو کلي اوسېدونکي عبدالله د مې پر ۲۱مه تر جرګې وروسته مشال راډیو ته وویل چې جنګي هېلکاپټرو یې کور په نښه کړی چې پکې یو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی او دوه ښځې او یو ماشوم ژوبل دي.

دی وايي، امنیتي ځواکونه ورغلل او ورته یې وویل چې د کورنۍ غړي دې یې له کوره نه وځي.

د عبدالله په خبره، تر هغې وروسته په سیمه کې ډزې پیل شوې او بیا هېلېکاپټرو بمباري وکړه چې پکې د ده د کور د ودانۍ ته هم زیان رسېدلی دی.

اخوا تحریک طالبان پاکستان مشال راډیو ته په استولي غږیز بیان کې دعوه کړې ده چې د عملیاتو پر مهال یې ۱۲ سرتېري وژلي دي.

د پاکستان پوځ او ناقانونه تحریک طالبان پاکستان البته د خپلو دعوو د ملاتړ لپاره ثبوت نه دی ورکړی او خپلواکه سرچینو یې هم تصدیق نه دی کړی.

د پاکستان پوځ له مودې راهیسې په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژلو او ګرفتاریو دعوې کړې دي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تصدیقولای.

ټانک کې د دوو کسانو وژنه

په همدې حال کې د ټانک پولیسو ویلي دي چې د مې پر ۱۸مه شپې مهال ((نامعلومه وسلوالو)) امنیتي ادارو ته د جاسوسۍ په تور دوه تنه وژلي دي.

د پولیسو یو تاڼېدار عبدالعلیم د مې پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل، وسلوال په کوټ کټ کلي کې د نصیر او مشال خان په نوم د دوو کسانو کور ته ورغلل، هغوی یې له ځانه سره یووړل او بیا یې ووژل.

دی وايي، د هغو کسانو له جسدونو سره پرچې پرتې وې چې ورباندې پر هغوی امنیتي ادارو ته د جاسوسۍ تور پورې شوی وو.

عبدالعلیم زیاتوي چې پولیسو پلټنې پیل کړې دي او د نامعلومه وسلوالو پرضد یې مقدمه دایره کړې ده.

د ۲۰۲۲ز کال له اوړي راهیسې په خیبر پښتونخوا ناامني زیاته شوې ده چې پکې د ولسي وګړو په ګډون امنیتي ځواکونو ته هم مرګژوبله اوښتې ده.

د هغې صوبې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو د دې زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

په همدې حال کې پولیسو او امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG