د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وایي د دوحې په غونډه کې ګډون نه کوي


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ په دوحا کې د طالبانو د پلاوي پخوانی انځور.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ په دوحا کې د طالبانو د پلاوي پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د دوحې په غونډه کې یې استازي ګډون نه کوي.

د فبرورۍ پر ۱۷مه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو حکومت ملګرو ملتونو ته څرګنده کړې وه چې که د دوحې په غونډه کې دوی، د یوازیني مسوول لوري په توګه ګډون وکړي او د افغان پلاوي او ملګرو ملتونو ترمینځ د ټولو مسایلو په اړه د واضح خبرو اترو زمینه برابره کړي نو د طالبانو ګډون به ګټور وي.

خو د اعلامیې له مخې، په دې برخه کې پرمختګ و نه شو نو ځکه په هغې ناسته کې ګډون بې ګټې ګڼي.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۱۸مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه وشي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي ول چې غواړي د طالبانو د حکومت استازي هم د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

د ګوتېرېش ویاند سټېفان دوجارېک د فبرورۍ پر۱۴مه امریکا غږ راډیو ته وویل چې د هغې غونډې هدف دا دی چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د نړیوالو اړیکو په اړه خبرې اترې وکړي.

د هغه په خبره، د ناستې یو مهم اړخ دا دی چې ګډونوالو هغو ځانګړو استازو ته موقع برابره شي چې په ګډه د طالبانو د حکومت او د ښځو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له نورو کارکوونکو سره وویني.

د دوحې غونډې ته د طالبانو د حکومت د استازو ترڅنګ، د ښځو، مدني ټولنې او د افغانستان لپاره د یوشمېر هېوادونو سازمانونو ځانګړي استازي وربلل شوي دي چې د امریکا له خوا پکې د افغانستان لپاره د دوو ځانګړو استازو تامس وېسټ او رینا امیري ګډون تایید شوی دی.

د دوجاریک په وینا په غونډه کې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې مفصل راپور وړاندیزونه هم په پام کې نیول کېږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ټاکنه د دغه راپور له مهمو سپارښتنو څخه ده.

د طالبانو حکومت چارواکو د استازي له ګومارنې سره په ښکاره مخالفت څرګند کړی وو او ویلي یې ول چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په حضور کې او هم د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام د نوي استازې اړتیا نه شته.

د طالبانو حکومت هغه مهال ګواښ کړی وو چې که نوی استازی وټاکل شي نو ورسره به همکاري و نه کړي.

روسیه او چین چې د طالبانو له حکومت سره یې نېږدې اړیکې ټینګې کړي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه دوه دایمي غړي دي چې د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه لیک له رایې ورکولو ډډه وکړه چې پکې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش غوښتنه شوې چې ژر دې د افغانستان، په ځانګړي ډول، د بشري حقونو چارو لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکي.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

اخوا د غونډې یو بل مهم ګډونوال او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن کابل ته په وروستي سفر کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د هغې ناستې په اړه خبرې کړې وې.

نوموړي په وروستیو کې د مشال راډیو له قرغزي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې د دوحې غونډه مهمه وبلله خو د نتیجې په اړه یې محطاطه خوشبیني څرګنده کړه.

دا په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه دویمه غونډه ده. تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې شوې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي نه وو وربلل شوي.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG