د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکلو غوښتنه کړې ده


د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخوانی انځور.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پخوانی انځور.

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل په یو قرارداد کې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو غوښتنه کړې ده.

د ډېسېمبر پر ۲۹مه د وړاندې شوي دغه قرارداد مقصد له افغانستان او د طالبانو د حکومت مشرانو سره رابطې زیاتول ښودل شوي دي.

تر دې مخکې په نومبر میاشت کې د ارزونې یو خپلواک راپور خپور شوی وو چې په کې غوښتنه شوې وه چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې د طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته دې له افغانستان سره رابطې زیاتې کړل شي.

په اوسني قرارداد کې د ملګرو ملتونو له مشر انتونیو ګوتېرېش څخه غوښتنه شوې ده چې د خپلواک راپور د ارزونې او وړاندیز سره سم دې په تېره د صنفي او بشري حقونو لپاره یو ځانګړی استازی وټاکي.

دا پریکړه لیک وروسته له هغې منظور شو چې د سلامتي کونسل ۱۳ غړو هېوادونو یې په حمایت کې رایه ورکړه خو روسیې او چین پکې له رایو ورکولو ډډه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG