د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت وايي که شرطونو ته یې پام و نه شي نو د دوحې غونډه کې ګډون نه کول غوره بولي


د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي یو ځای شوی پخوانی انځور.
د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر او د ملګرو ملتونو د سرمنشي یو ځای شوی پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت د دوحې په راتلونکې غونډه کې د خپل ګډون په اړه د خپلو شرطونو د پوره کولو ټینګار کړی دی او وایي که ورته پام و نه شي، په هغه غونډه کې نه ګډون غوره بولي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد وايي، دا خبره د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د فبرورۍ پر ۱۴مه په افغانستان کې د روسیې له سفیر دېمېتري ژېرېنوف سره په کابل کې په کتنه کې کړې ده.

ټاکل شوې چې د فبرورۍ پر ۱۸مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګرو ملتونو د مشر انتونیو ګوتېرېش په کوربه توب د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه وشي.

حافظ ضیا احمد تر غونډې وروسته پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، لیکلي چې متقي دا خبره د دوحې د غونډې په اړه د طالبانو د حکومت د دریځ د معلولو لپاره د روسیې د سفیر د غوښتنې په ځواب کې وکړې.

احمد وايي، متقي د دوحې غونډه په دې شرط یو ښه فرصت وباله چې پکې د طالبانو د حکومت او د ملګرو ملتونو ترمینځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معنا لرونکو سلا مشورو موقع برابره شي او حکومت یې وکولای شي چې د افغانستان استازیتوب په ښه ډول ترسره کړي.

متقي وویل، که د دوی د حکومت شرایط په پام کې نه نیول کېږي، نو په غونډه کې ګډون نه کول غوره بولي.

د حافظ ضیا احمد په وینا، متقي دا هم وویل چې د ملګرو ملتونو له اړوندو ادارو سره په رابطه کې دی او ورسره یې د دوحې په غونډه کې د خپل احتمالي ګډون شرایط شریک کړي دي.

خو نوموړي د طالبانو د حکومت د شرایطو په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

په کابل کې د روسیې سفارت یا نورو روسيو چارواکو لا د هغه ملاقات په اړه څه نه دي ویلي، خو د حافظ ضیا احمد په خبره، د ژېرېنوف ویلي چې د طالبانو د حکومت دریځ درک کوي او له مسکو سره به یې شریک کړي.

روسیه او چین چې د طالبانو له حکومت سره یې نېږدې اړیکې ټینګې کړي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هغه دوه دایمي غړي دي چې د ۲۰۲۳ز کال په ډېسېمبر کې یې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر پرېکړه لیک له رایې ورکولو ډډه وکړه چې پکې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش غوښتنه شوې چې ژر دې د افغانستان، په ځانګړي ډول، د بشري حقونو چارو لپاره نوی ځانګړی استازی وټاکي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د استازي له ګومارنې سره په ښکاره مخالفت څرګند کړی وو او ویلي یې ول چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما په حضور کې او هم د افغانستان اوسنیو شرایطو ته په پام د نوي استازې اړتیا نه شته.

د طالبانو حکومت هغه مهال ګواښ کړی وو چې که نوی استازی وټاکل شي نو ورسره به همکاري و نه کړي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي دي چې غواړي د طالبانو د حکومت استازي هم د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي.

د ګوتېرېش ویاند سټېفان دوجارېک د فبرورۍ پر ۱۴مه امریکا غږ راډیو ته وویل چې د هغې غونډې هدف دا دی چې پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره د نړیوالو اړیکو په اړه خبرې اترې ترسره شي.

د هغه په خبره، د ناستې یو مهم اړخ دا دی چې ګډونوالو هغو ځانګړو استازو ته موقع برابره شي چې په ګډه د طالبانو د حکومت او د ښځو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې له نورو کارکوونکو سره وویني.

د دوحې غونډې ته د طالبانو د حکومت د استازو ترڅنګ، د ښځو، مدني ټولنې او د افغانستان لپاره د یوشمېر هېوادونو سازمانونو ځانګړي استازي وربلل شوي دي چې د امریکا له خوا پکې د افغانستان لپاره د دوو ځانګړو استازو تامس وېسټ او رینا امیري ګډون تایید شوی دی.

طالبان د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان واکمن شول او له هغه راهیسې یې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم بندیز لګولی دی. د طالبانو حکومت د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په پوهنتونونو کې هم د نجونو پر تعلیم بندیز ولګاوه.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زده کړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په دې برخه کې څومره پرمختګ شوی دی.

اخوا د غونډې یو بل مهم ګډونوال او د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن کابل ته په وروستي سفر کې د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره د هغې ناستې په اړه خبرې کړې وې.

نوموړي په وروستیو کې د مشال راډیو له قرغیزۍ قرغزي څانګې سره په ځانګړې مرکه کې د دوحې غونډه مهمه وبلله خو د نتیجې په اړه یې محطاطانه خوشبیني څرګنده کړه. " زه هیله من یم چې موږ هر یو چې د سازمانونو او هېوادونو په استازیتوب په دغه فرصت کې سره راټولېږو، دا درک کړو چې موږ په افغانستان کې ګډې ګټې لرو او راتلونکې ته ځیر شو او وګورو چې څنګه موږ په ګډه د یوه ښه افغانستان په جوړولو کې مرسته کولی شو. البته دا په خپله افغانان دي چې یو ښه افغانستان چې د حقونو درناوی پکې وي او له سیمې او نړۍ سره له سولې او ثباته برخمن وي، جوړ کړي خو موږ کولای شو او باید په دې برخه کې مرسته وکړو."

دا په دوحه کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د افغانستان په اړه دویمه غونډه ده، خو په لومړي ځل د طالبانو حکومتي چارواکي وربلل شوي دي.

تر دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په مې میاشت کې شوې غونډې ته د طالبانو د حکومت استازي نه وو وربلل شوي.

د نړۍ هېڅ یوه هېواد لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG