د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا له طالبانو په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت د مخنيوي غوښتنه کړې


د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ په دوحه کې د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره ملاقات کوي ـ انځور له ارشيفه
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی تامس وېسټ په دوحه کې د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزير امير خان متقي سره ملاقات کوي ـ انځور له ارشيفه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له طالبانو غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دې "د بشري حقونو د خرابېدونکي وضعیت" مخه ونيسي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د جولای پر ۳۱ مه پر خپله ووبپاڼه په خپرې شوې اعلاميې کې ويلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ او د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د جولای پر ۳۰مه او ۳۱مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالب چارواکو وغوښتل چې له خپلو هغو تګلارو لاس واخلي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت لا خرابوي. هغوی په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او زیانګالو پرګنو يادونه وکړه.

امریکايي پلاوي د خلکو پر "نیولو، د رسنیو پر ځپلو او د مذهبي ازادیو پر محدولو" هم "ژوره اندېښنه" څرګنده کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د تامس وېسټ او رینا امیري په مشرۍ امریکايي پلاوي له طالبانو سره د دوحې په خبرو کې هغه موارد په ډاګه کړل چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې اعتماد رامينځته کوي.

په اعلاميه کې راغلي چې امریکايي پلاوي د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست وزير امير خان متقي په مشرۍ پلاوي سره په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د بشري بحران او د بشري مرستو د رسولو لپاره د ملګرو ملتونو او مرستندویو موسسو د ملاتړ د دوام په اړه هم خپله "ژوره اندېښنه" څرګنده کړه.

بلخوا د طالبانو حکومت وايي، پلاوي یې په دوحه کې له امریکايي چارواکو سره په کتنه کې د دواړو خواوو ترمينځ د اعتماد جوړونې پر لارو چار، د تورو لېسټونو او بندیزونو د ليرې کولو، د افغانستان د اقتصادي ثبات، د مخدرو موادو پر ضد د مبارزې او بشري حقونو پر چارو خبرې وکړې.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکس پاڼه دا هم ليکلي چې د دوی پلاوي له امریکايي لوري سره د افغانستان پر بانکونو د محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د یو شمېر مشرانو پر سفر د ملګرو ملتونو له لوري بندیزونه لګول شوي. بلخوا امريکا د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم، د هغه هېواد اووه اربه (ميليارده) ډالر کنګل کړي ول، خو وروسته د هغو پیسو نیمايي په سوېټزرلينډ کې د افغانستان لپاره یوه نوي جوړ شوي صندوق ته ولېږلې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري قطر ته تر سفر مخکې په قزاقستان کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د هېوادونو له استازو سره په یوه څو اړخیزه غونډه کې ګډون کړی وو.

د قطر تر ناستې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا غونډه په هېڅ صورت د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو، د اړیکو د عادي کولو او یا مشروعیت ورکولو په معنا نه ده.

XS
SM
MD
LG