د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی وايي پاکستان دې کډوال په زوره نه وباسي


اڅکزی وايي، دا مهال چې په پاکستان کې له افغانانو سره کوم ناوړه چلند روان دی هغه دوی ته د منلو وړ نه دی: انځور له ارشیفه
اڅکزی وايي، دا مهال چې په پاکستان کې له افغانانو سره کوم ناوړه چلند روان دی هغه دوی ته د منلو وړ نه دی: انځور له ارشیفه

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمو خان اڅکزی وايي افغان کډوال باید په زور او جبر له پاکستانه ونه ویستل شي.

نوموړي د نومبر پر شپږمه د بلوچستان په سرحدي ښار چمن کې روان احتجاجي پرلت ته په خپله وینا کې وویل، دا مهال چې په پاکستان کې له افغانانو سره کوم ناوړه چلند روان دی هغه دوی ته د منلو وړ نه دی.

نوموړي وویل: "دلته په لکونو افغانان پیدا شوي دي. باید د افغانستان او پاکستان چارواکي له یو بل سره کېني او خپل اختلافات د خبرو له لارې حل کړي. د کډوالو د مسلې ذمه وار د پاکستان او افغانستان حکومتونه او د کډوالو نړیواله اداره ده، دوی باید دا مسله هواره کړي. په کورونو ننوتل، د خلکو تالاشي اخیستل، د کډوالو په زوره وباسل، دا یو ناروا کار دی او باید ودرول شي."

د نومبر اوومه، په چمن ښار کې د وېزې او پاسپورټ لازمې کېدو پر ضد د پرلت ۱۸مه ورځ ده. دا په داسې حال کې ده چې د چمن انتظامیې له پلان سره سم د نومبر پر لومړۍ نېټه پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې لرلو شرط عملي کړی دی.


له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ستنولو خلاف د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په امر د نومبر پر دويمه د کوټې په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو او د نومبر په درېیمه د پاکستان په سر ښار اسلام اباد کې مظاهرې شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو لړۍ دوام لري او تر دې مهاله له دوه نیمو لکو زیات افغان کډوال د تورخم او چمن په لارو هیواد ته ستانه شوي دي.

په عین وخت کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) هم ویلي دي چې په پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې د مهاجرت او د افغان وګړیتوب یا شهریت کارډونه لري، په جبري ډول له هغه هېواده له ایستلو مستثنا دي. هغې ادارې د نومبر پر پینځمه په بیان کې له پاکستانیو چارواکو غوښتي دي چې د راجسټرو افغان کډوالو له ځورونې دې ډډه وکړي.

تر دې وړاندې د نومبر په څلورمه د بلوچستان په کچلاخ سیمه کې ګڼو ملتپالو ګوندونو له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو خلاف جلسه کړې وه. په جلسه کې عوامي نېشنل ګوند، له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه جلا شوې ډلې، نېشنل ډیموکرېتېک موومنټ او پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونو پلویانو ګډون کړی وو. پولیسو د بلوچستان د هغې جلسې په غبرګون د ځینو ملت پالو ګوندونو د مشرانو او غړو پر ضد مقدمه درج کړې ده.

په اېف ای ار کې ویل شوي چې د نومبر په څلورمه د یو شمېر ګوندونو مشرانو په کچلاخ کې د جلسې پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو په حق کې شعارونه ورکول او لویې لارې یې بندې کړې وې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG