د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کډوالو د ملاتړ په سر د بلوچستان په ځینو ملتپالو مشرانو مقدمه درج شوې


د تورخم په لار هره ورځ زرګونه افغانان هیواد ته ستنېږي.
د تورخم په لار هره ورځ زرګونه افغانان هیواد ته ستنېږي.

د کچلاخ پولیسو د بلوچستان صوبې د ځینو ملت پالو ګوندونو د مشرانو او غړو پر ضد مقدمه درج کړې ده.

په اېف ای ار کې ویل شوي چې د نومبر په څلورمه د یو شمېر ګوندونو مشرانو په کچلاخ کې د جلسې پر مهال د بې اسناده افغان کډوالو په حق کې شعارونه ورکول او لویې لارې یې بندې کړې وې.

دا مقدمه د نومبر په شپږمه د کچلاخ د پولیسو لخوا د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه د جلا شوې ډلې صوبايي صدر یوسف خان، د نېشنل ډیموکرېټېک موومنټ د صوبايي مشر احمد جان، د عوامي نېشنل ګوند د صوبايي سکرتر مابت کاکا او د پښتون ژغورنې غورځنګ د حاجي نصیرالدین او ځینو نورو پر ضد مقدمه درج شوې ده.

په دغه مقدمه کې د نومبر د څلورمې نېټې د جلسې ۲۵۰ ګډونوال هم شامل کړل شوي دي خو په اېف ای ار کې د هغوی نومونه لیکل شوي نه دي.

په اېف ای ار کې ویل شوي، د نومبر په څلورمه نېټه چې پولیسو د یادو ګوندونو له مشرانو پوښتنه وکړه چې ایا د جلسې کولو لپاره یې د پولیسو نه د نه اعتراض سند ( اېن او سي) تر لاسه کړی؟ نو ورته وړاندې نه کړل شو.

د نومبر په څلورمه د بلوچستان په کچلاخ سیمه کې ګڼو ملتپالو ګوندونو له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو د ویستلو خلاف جلسه کړې وه. په جلسه کې عوامي نېشنل ګوند، له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه جلا شوې ډلې، نېشنل ډیموکرېتېک موومنټ او پښتون ژغورنې غورځنګ سلګونو پلویانو ګډون کړی وو.

په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي مشال راډیو ته وویل، د هغوی ګوند له پخوا راهیسې د پښتنو او افغانانو لپاره قربانۍ ورکړي دي او اوس چې په پاکستان کې له افغان کډوالو سره کوم سلوک روان دی، دوی به یې پر ضد خامخا خپل غږ پورته کولو. هغه وايي، د مقدمو له لارې د هغوی مخه نه شي نیول کېدای.

اڅکزی وايي، ګوند یې چاته اجازه نه ورکوي چې له پاکستانه دې افغان کډوال په زور، جبر او بې عزتۍ له ملکه وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهير دوام لري او ګڼې کورنۍ د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.

بې اسناده کډوال د کراچۍ، لاهور، ګوجرانواله، سیالکوټ، صوابۍ او د پاکستان له نورو برخو لومړی پېښور او بیا لواړګي ته رسي او له هغه ځایه هېواد ته لېږدول کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.

د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۳۱مه په ویډیويي بیان کې وویل چې د نومبر له پیله څخه د بې اسناده بهرنیانو پرضد قانوني کاروايي پیلوي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.

دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اين ايچ سي ار) او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.

له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند، له پښتونخوا ملي عوامي ګونده جلا شوې ډلې، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG