د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلکو د پولیسو لخوا د نيول شويو کسانو خوشې کولو لپاره په سده کې مظاهره کړې


په سده بازار د ډېسېمبر پر ۱۱مه د سیمې خلک د احتجاج په مهال.
په سده بازار د ډېسېمبر پر ۱۱مه د سیمې خلک د احتجاج په مهال.

د خیبر پښتونخوا کورمې په سده کې د پولیسو له خوا د ځینو کسانو د نیولو په غبرګون کې د سوداګرو او عادي وګړو احتجاج نن په دویمه ورځ دوام لري.

احتجاج کوونکو د دیسمبر له لسمې راهیسې د سدې بازار تړلی دی او د نیول شویو کسانو د خوشې کولو تر څنګ د دغو ګرفتايوو کوونکيو پولیس افسرانو بل ځای ته د تبادلې غوښتنه کوي.

د سدې بازار د دوکاندارنو اتحادیې مشر محمد ارشاد مشال راډیو ته وویل چې یو دوکاندار د خلاصېدو لپاره تاڼې ته ځینې کسان ورغلي ول چې پولیسو هغوی هم نیولي دي. هغه ادعا وکړه چې نیول شوي کسان په هیڅ ډول په کوم جرم کې ککړ نه دي او په وینا یې پولیسو ناحقه نیولي دي.

د کورمې په ځینو سیمو کې پولیسو وروسته تر هغې ځینې کسان ونیول چې په متخوزه او سنګیه کې شیعه ګانو او سنیانو د جګړې لپاره نوې مورچې جوړول پیل کړې. پر نيول شويو کسانو د فرقه ییزې کرکې زیاتولو تور پورې شوی دی.

دا راز په شیعه او سنيانو په سیمو کې ځینو کسانو د مخالف مسلک د خلکو ګاډي په کاڼو وویشتل او پر ټولنیزو رسنیو د یو بل مخالف او مذهبي کرکې خورولو ویډیوګانې خپرې شوې.

د دې وروسته حکومت د دیسمبر پر نهمه په بالیشخېلو کې د سني او شیعه مشرانو جرګه وکړه او پرېکړه یې وکړه چې د سیمې د امنیت لپاره به ګډ کار کوي او په ناامنۍ کې ککړ کسان که پولیس ونیسي نو د خلاصون هڅه به یې نه کوي او پر ضد به یې له حکومت سره ودرېږي.

په همدې حال کې پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې له سدې او او د کورمې له ځينو نورو برخو د نيول شووي کسانو شمير ۱۶ دی. د پولیسو په وينا هغه کسان یې ناامنۍ ته د لمن وهلو او مورچو جوړولو په تور ګرفتار کړل او د ډېره اسماعیل خان زندان ته یې استولي دي.

د ضلعې پولیسو یو شمر ډي اېس پي محمدي خان د دیسمبر پر ۱۰مه رسنیو ته وویل چې په سیمه کې امن ساتل د پولیسو ذمه واري ده او د سیمې خلک په دې برخه کې د پولیسو ملاتړ کوي. هغه وویل که د نیول شویو کسانو سره پولیسو زیاتی کړی وي نو پر ضد دې خلک عدالت ته لاړ شي او هلته دې خپله بې ګناهي ثابته کړي.

کورمه یو له هغه سیمو ده چیرته کې شیعه ګان او سنيان یو ځای ژوند کوی. هلته سږ کال څو ځل د دواړو ډلو ترمینځ نښتې وشوې چې مرګژوبله یې واړوله.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG