د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې شیعه استادان تر شاوخوا ۶ میاشتو وروسته خپلو دندو ته حاضرېدو ته تیار شوي دي


په کورمه کې دندو ته ښوونکو د نه حاضرېدو له وجې ځینې سکولونه تړل شوي ول - پخوانی انځور.
په کورمه کې دندو ته ښوونکو د نه حاضرېدو له وجې ځینې سکولونه تړل شوي ول - پخوانی انځور.

په کورمه کې شیعه استادان تر شاوخوا شپږو میاشتو وروسته د ضلعې په سني مېشته ځایونو کې په سرکاري ښوونځیو کې د خپلو دندو پر ترسره کولو سلا شوي دي.

د بره کورمې د استادانو د ټولنې مشر عابد علي د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل چې د ضلعي انتظامیې چارواکو څو ځلې له ښوونکو سره غونډې وکړې خو هغوی د خپلو ملګرو په وژنه کې د ککړو کسانو د نه نیول کېدو او د خپل خوندیتوب په اړه د اندېښنو له کبله سکولونو ته له تګه انکار کاوه.

علي زیاتوي، اوس یې هم غوښتنې په بشپړ ډول نه دي پوره شوې خو د ډېسېمبر پر اوومه چې ورته انتظامیې ډاډ ورکړ نو دوی دندو ته حاضرېدو ته تیار شول.

تر اوسه معلومه نه ده چې شیعه استادان به کله د سني مېشتو سیمو سکولونو ته حاضر شي خو ټاکل شوې چې د ښوونکو په راتلونکې غونډه کې دا هر څه روښانه شي.

سږ کال د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

د تري منګلو تر پېښې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ. هغو استادانو ویلي ول چې دا ګام یې خپل ژوند ته د ورپېښ خطر د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

سکولونو ته د استادانو د نه تګ له وجې د منځنۍ او کوزه کورمې په شاوخوا ۵۰ سکولونو کې تعلیمي چارې اغېزمنې شوې وې چې ورڅخه یې ځینې سکولونه مکمل بند شوي او زیاتره یې د استادانو له کمي سره مخامخ ول.

څه موده وروسته انتظامیې په اغېزمنو سیمو کې شاوخوا ۴۰ ښوونکي په لنډمهاله دندو وګومارل شول خو مسله په بشپړه توګه نه وه هواره شوې.

د کورمې د سني سیمو استادانو او اوسېدونکو هلته د سکولونو د بندېدو خلاف مظاهرې هم کړې وې او له حکومته یې د مسلې د هواري لپاره د اقداماتو غوښتنه کړې وه.

د کورمې د پولیسو مشر محمد عمران په سېپټېمبر کې د استادانو او ځايي اوسېدونکو احتجاجي پرلت ته ویلي ول چې په تري منګلو کې یې د ښوونکو د وژنې په تړاو تر ۶۰ زیات کسان نیولي ول او ورڅخه یې پلټنې کړې وې.

نوموړي ویلي ول چې په مقدمه کې یې له نومول شویو اووه کسانو څخه دوه نیولي او نور لا نه دي ګرفتار شوي خو لټون یې روان دی.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، د ناامنۍ او حملو مخنیوي لپاره یې هڅو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG