د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې پولیس وايي د فرقه ییزو نښتو د مخنيوي لپاره ګامونه اخلي


د خيبر پښتونخوا په کورمه کې پوځ او پوليس پهره کوي ــ انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا په کورمه کې پوځ او پوليس پهره کوي ــ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا د کورمې پولیس وايي د وروستيو ناامنيوو تر پېښو وروسته، د فرقه ییزو شخړو د مخنيوي کوښښ کوي.

د دې ضلعې پولیسو مشر محمد عمران د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راډيو ته وويل چې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ د شخړو د مخنیوي لپاره یې ګامونه اخیستي دي او له دواړو خواوو سره په رابطه کې دي.

نوموړي زياته کړه، "هېڅوک نه غواړي چې حالات خراب شي. موږ ته د سیمي امنیت برقرار ساتلو ډاډ راکړل شوی. موږ هم امید لرو چې حالات خراب نه شي او همدا مو کوښښ دی."

دا تر هغې وروسته ده چې د اکتوبر پر ۲۳مه، په خیرالدین کلي کې نامعلومه کسانو د لقمان خېلو پر هغو اوسېدونکو برید وکړ چې هغوی له شیلوزون تنګي خوړ باجري وړله. په دې پېښه کې یو تن مړ او یو بل زخمي شو. تر دې وروسته پر شیلوزون تنګي مقامي لښکر ورغلی او د سنیانو کورونه یې ړنګ کړل.

د جولای پر ۱۳مه، په کورمه کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ د ناامنيوو مخنيوي لپاره لوظنامه وشوه. د دې لوظنامې ترمخه، که هرې خوا ته کومه بده پېښه رامینځته شي نو خپله به څوک څه نه کوي بلکې حکومت به خبروي. دواړه خواوې سلا شوي وې چې که چا له لوظنامې سرغړونه وکړه نو لویه جرګه به راغواړي او حکومت به ترې ۱۲ کروړه روپۍ جرمانه اخلي او پر ضد به یې قانوني کاروايي‌کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG