د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي اسيا د سيمه ييزې همکاريو سازمان افغانستان ته نوبتي مشري نه ده ورکړې


په بوټان کې د سارک غونډه - انځور له ارشیفه
په بوټان کې د سارک غونډه - انځور له ارشیفه

د جنوبي اسیا د سیمه‌ ییزې همکاریو سازمان (سارک) غړو هېوادونو افغانستان ته د سازمان نوبتي مشرولي نه ده سپارلې.

هنديو او پاکستانيو رسنيو د مارچ پر ۱۲مه د خپلو سرچينو په حواله ويلي‌ چې سارک دا پرېکړه له دې کبله کړې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

د سارک مشر د درو کلونو لپاره ټاکل کېږي او له تېرو درو کلونو راهیسې یې مشري له سري لنکا سره ده. دا ځل د افغانستان نوبت وو خو د هند اېشیا نيوز انټرنيشنل خبري اژانس ليکلي چې پر ځای یې مشري، بنګلادېش ته ورکړل شوه. خپله سارک لا د نوي مشر د ټاکلو رسمي اعلان نه دی کړی.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې نېشن ورځپاڼې لیکلي چې د نیپال د بهرنیو چارو سېکرټر برت راج پودل چې د دې سازمان د دارالانشا مشري کوي، په دې اړه له غړو هېوادونو سره خبرې کړې وي چې تر هغه وروسته یې د بنګلادېش ډېپلوماټ غلام سرور ته د سارک د مشرۍ چارې وسپارلې.

طالبانو د ۲۰۲۱ز کال د اګست پر ۱۵مه په زور په افغانستان کې حکومت ونيو. د نړۍ هېڅ هېواد د دې ډلې حکومت په رسميت نه دی پېژندلی. له همدې کبله، په ملګرو ملتونو کې هم د افغانستان استازيتوب څوکۍ طالبانو ته نه ده سپارل شوې.

د طالبانو حکومت تر اوسه په سارک کې د نوي بدلون په اړه څه نه دي ويلي.

په ۲۰۲۱ز کال کې د سارک سازمان غړو هېوادونو غونډه له دې امله وځنډول شوه چې پاکستان ټينګار درلود چې د افغانستان استازیتوب لپاره دې طالبان وربلل شي. خو نورو غړيو هېوادونه دا نه منله. دا ځل افغانستان ته د دې سازمان د مشرۍ څوکۍ د نه سپارلو سره په ښکاره ډول د پاکستان په ګډون هېڅ هېواد مخالفت نه‌ دی کړی.

سارک په ۱۹۸۵ز کال کې جوړ شوی وو. دا سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي راکړې ورکړې، په بيړنيو حالاتو کې د مرستې، تعليم او پرمختیايي چارو کې همکاري کوي.

افغانستان، نيپال، هند، سري لنکا، مالديپ، بنګلادېش، بوټان، او پاکستان د سارک سازمان غړي دي.

اسټرالیا، چین، ایران، جاپان، مورېشس، برما، جنوبي کوریا، اروپایي ټولنه او امریکا په سازمان کې د څارونکو حیثیت لري.

XS
SM
MD
LG