د لاسرسي ځای

د جنوبي اسیا اقتصادي همکاریو سازمان «سارک» له افغانستان سره پر اوږد مهاله همکاریو ټینګار وکړ.

اجرائیه ریاست وايي، د دغه سازمان نوي سرمنشي امجد حسین سیال تېره ورځ له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې د سارک سازمان به له افغانستان سره له نېږدې همکاري وکړي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل ښاغلي سیال له عبدالله عبدالله سره په کتنه کې د دغه سازمان د غونډې له جوړېدو هم خبر ورکړ.

په سیمه کې د افغانستان د وصل د نقطې له طرحې، د سارک په جوړښت او په رهبري کې د افغانانو پراخه ونډه او د سارک او افغانستان ترمنځ ګډې همکارۍ هغه غوښتنې وې د سارک سازمان له نوي منشي سره په کتنه کې مطرح کړې.

XS
SM
MD
LG