د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا په واشنګټن کې د افغان سفارت کنټرول واخیست


په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت وداني (تصویر له ارشيفه)
په واشنګټن کې د افغانستان د سفارت وداني (تصویر له ارشيفه)

امریکا په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په دوو نورو ایالتونو کې افغان کونسلګرۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مې پر ۱۷مه په یو بیان کې وویل چې د ديپلوماتیکو ماموریتونو د امنیت او دغلته د موجودو سامانونو، ارشیفونو او مالي شتمنیو د سمبالښت ذمه واري یې په غاړه اخیستې ده او تر بلې خبرتیا پورې د وزارت له امر بغیر څوک دغو ځایونو ته د ورتلو اجازه نه لري.

دا ګام وروسته له هغې واخیستل شو چې وزارت پریکړه وکړه چې په واشنګټن کې د افغان سفارت او په لیټل نک، نیویارک او د کیلیفورنیا په بیورلي هیلز سیمو کې د کونسلګریو د مې پر ۱۶مه په رسمي ډول سفارتي او کونسلي فعالیتونه بند کړل.

په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه طالبان واکمن دي. دوی ځينو هېوادونو کې د افغانستان سفارتي استازوليو ته خپل استازی ليږلي دي. خو هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسميت نه پيژني.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو چارواکي ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې دا اقدام د افغانستان په اړه د امریکا په پالیسۍ کې کوم بدلون نه په نخښه کوي. نوموړي زیاته کړې چې امریکا د افغانستان د پخواني حکومت د سفارتکارانو په مشوره د ودانيو واک په خپل لاس کې اخیستی دی. دغه سفارتکاران د سختو مالي محدودیتونو سره مخامخ وو چې له وجې یې په دوامداره توګه د فعالیتونو پر مخ وړل ممکن نه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG