د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان، اسلام اباد کې د سارک سرمشریزې ته هیله من دی


د سارک ۱۸مه سرمشریزه په ۲۰۱۴ز کې د نیپال په کټمنډو کې شوې وه
د سارک ۱۸مه سرمشریزه په ۲۰۱۴ز کې د نیپال په کټمنډو کې شوې وه

اسلام اباد - پاکستان هیله من دی چې د جنوبي اسیا د سیمه ییزې همکارۍ د سازمان (سارک) سرمشریزه به ژر په اسلام اباد کې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د نومبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې اوونیزې خبري غونډې ته وویل، ((موږ د سارک له مرکزي دفتر سره په رابطه کې یو او تمه لرو چې د ټولو غړو هېوادونو په خوښه به ډېر ژر سرمشریزه په اسلام اباد کې وشي.))

فیصل البته د سرمشریزې نېټه و نه ښوده خو و ویې ویل تېر کال یې هم غوښتل چې په اسلام اباد کې سرمشریزه وکړي خو ((د هند د ځېنو بې بنیاده تورونو)) له کبله و نه شوه.

تېر کال په سېپټېمبر کې د هند تر واک لاندې د کشمیر په اړي کې وسله وال برید وشو. نوي دیلي وویل، وسله وال د جیش محمد ډلې ول چې له پاکستانه ورغلي ول، خو اسلام اباد دا دعوه ناسمه بللې وه.

د همدې برید له کبله هند ویلي ول چې په سرمشریزه کې ګډون نه کوي.

ورسره بنګلادېش، افغانستان او بوټان هم سرمشریزې ته له ورتګه انکار کړی وو.

د سارک ۱۸مه سرمشریزه د ۲۰۱۴ز کال په نومبر کې د نیپال په پلازمېنه کټمنډو کې شوې وه. تر هغې وروسته ۱۹مه سرمشریزه نه ده شوې.

همدا لامل وو چې په ۲۰۱۶ز کال کې سرمشریزه و نه شوه.

پاکستان، افغانستان، هند، بنګلادېش، بوټان، نیپال، سریلانکا او مالدیپ د سارک غړي دي.

XS
SM
MD
LG