د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پولو خبریالانو سازمان: په نړۍ کې د رسنیو ازادي له ستونزو سره مخامخ ده


په کابل کې د ټېلېوېژن خبریالان په دفتر کې د رپورټ تیارولو پر مهال - پخوانی انځور.
په کابل کې د ټېلېوېژن خبریالان په دفتر کې د رپورټ تیارولو پر مهال - پخوانی انځور.

د بې پولو خبريالانو سازمان ويلي چې په نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي لا هم له ننګونو سره مخامخ ده او په یوشمېر هېوادونو کې رسنۍ له لویو مشکلاتو سره مخامخ دي.

هغه سازمان د مې پر درېیمه د رسنیو د ازادۍ په مناسبت په ۱۸۰ هېوادونو او سیمو کې د ژورنالېزم چاپېریال ارزونه کړې او پر اساس یې درجه بندي خپره کړې ده.

په هغه کلني شاخص کې راغلي چې د نړۍ په ۳۱ هېوادونو کې د مطبوعاتو د ازادۍ وضعيت "ډېر جدي" دی، په ۴۲ هېوادونو کې "سخت"، په ۵۵ کې "ستونزمن" او په ۵۲ هېوادونو کې "ښه" یا د "قناعت وړ" دی.

راپور وايي، په بله معنا، د ژورنالېزم چاپېریال له ۱۰ څخه په اووه هېوادونو کې "خراب" دی، او له ۱۰ څخه یوازې په درو کې د ډاډ وړ دی.

د بې پولو خبریالانو سازمان ویلي دي چې په افغانستان کې د رسنیو لپاره چاپېریال لا په خرابېدو دی او په تېره، خبریالانې له لویو مشکلاتو سره مخامخ دي. په دې توګه، افغانستان په تازه درجه بندۍ کې پر ۱۵۵م مقام دی.

د نوملړ له مخې، ناروې په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادۍ په برخه کې د پرلپسې اووم کال لپاره لومړی ځای خپل کړی دی.

بل خوا شمالي کوريا، چين او وېتنام په ترتيب سره د مطبوعاتو د ازدۍ په برخه کې تر ټولو شاته پاتې هېوادونه دي.

د شاخص له مخې، د اسيا په درو هېوادونو هند، ترکيې او تاجکستان کې وضعيت له "ستونزمن" څخه "ډېر خراب" حد ته رسیدلی دی. بل خوا په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د ۲۲کلنې مهسا امیني د مړینې له امله د لاریونونو پر وړاندې سختو اقداماتو د هغه هېواد نومرې هم ټیټې کړې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG