د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایراني ولسمشر د مظاهره چیانو خلاف د "پرېکنده اقدام" ژمنه کړې ده


په تهران کې لسګونه مظاهره کوونکي د ښځو د حقونو لپاره او د رژيم ضد ورغونډ شوي - د سېپټېمبر ۲۱مې انځور.

د ایران دولتي رسنۍ د ولسمشر ابراهیم رییسي له خولې ویلي دي چې تهران "باید د هغو کسانو پرضد پرېکنده اقدام وکړي چې د هېواد د امنیت او ارامۍ مخالفان" دي.

رسنۍ وايي، رییسي دا خبره د سېپټېمبر پر ۲۴مه پر داسې وخت کړې ده چې له څه د پاسه یوې اوونۍ راهیسې د رژیم خلاف د احتجاجونو پر مهال د وژل شویو شمېر دوه چنده زیات شوی دی.

دولتي رسنۍ وايي، په ایران کې د مظاهرو پر مهال د وژل شویو شمېر لږترلږه ۳۵ ته رسېدلی دی. مظاهرې په ایران کې د یوې ۲۲ کلنې نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې.

امیني د "ګشت ارشاد" په نوم اخلاقي پولیسو د حجاب د قانون سرغړونې په تور نیولې وه.

تر دې مخکې ایرانیو چارواکو ویلي ول چې د احتجاجونو پر مهال د امنیتي ځواکونو د پینځو غړو په ګډون ۱۷ کسان وژل شوي دي.

ولسمشر رییسي د سېپټېمبر پر ۲۴مه د امنیتي ځواک د یوه وژل شوي غړي له کورنۍ سره ټېلېفوني خبرې وکړې. رسنۍ وايي، د رژیم ضد مظاهره چیانو هغه سرتېری تېره اوونۍ، د چارواکو په ادعا، په چړو وهلی او وژلی وو. مشال راډیو په خپلواکه توګه د دې دعوې تصدیق نه شي کولای.

د ایران د تسنیم خبري اژانس د رپورټ له مخې، پولیسو په شمال لویدیځ ولایت ګیلان کې د ۶۰ ښځو په ګډون د ۷۳۹ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، په مظاهرو کې د ولسي وګړو د وژنو تر څنګ په سلګونو نور کسان ټپیان شوي، نیول شوي او په ټول ایران کې پر انټرنېټي خدماتو محدودیتونه لګېدلي دي.

سازمان د سېپټېمبر پر ۲۴مه په بیان کې وویل، په زیاتو مواردو کې کورنیو ته د هغوی د وژل شویو عزیزانو مړي په دې شرط ورکول کېږي چې پټ به یې خاورو ته سپاري.

مظاهرې د ۲۲ کلنۍ نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې دي - پخوانی انځور.
مظاهرې د ۲۲ کلنۍ نجلۍ مهسا امیني تر مړینې وروسته پیل شوې دي - پخوانی انځور.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، داسې شواهد یې غونډ کړي چې ښيي د ایران امنیتي ځواکونو "په لوی لاس په غیرقانوني ډول" اصلي جنګي مرمۍ" کارولې دي او په وژل شویو کې لږترلږه درې ماشومان هم شامل دي.

په عین وخت کې نیمه رسمي خبري اژانس اېسنا ویلي، د ایران پوځ ژمنه کړې چې د "هېواد د دښمنانو" د بېلابېلو "دسیسو" مقابله کوي د هغو کسانو خوندیتوب تضمین شي چې د پوځ په خبره، په "ناحقه ورباندې حملې" کېږي.

د ایران استخباراتي ادارې هم دعوه کړې چې د مظاهرو پر مهال یې یوشمېر بمي حملې شنډې کړې دي.

XS
SM
MD
LG