د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ترمینځ مهم سړک بیا پرانیستل شوی دی


د بلوچستان د شېرانیو او ډېره اسماعیل خان پر پوله د سړک دا برخه پل صراط نومېږي - پخوانی انځور.
د بلوچستان د شېرانیو او ډېره اسماعیل خان پر پوله د سړک دا برخه پل صراط نومېږي - پخوانی انځور.

په بلوچستان کې خیبر پښتونخوا ته تلونکی یو مهم سړک چې د کمر نړېدو له وجې تړل شوی وو، د خلکو تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوی دی.

د پښتونخوا ډېره اسماعیل خان ته تلونکی سړک د اپرېل پر لومړۍ نېټه شپې مهال د بلوچستان د پښتون مېشته سیمې شېرانیو په دانه سیمه کې تر باران وروسته د کمره نړېدو له کبله تړل شوی وو چې له کبله یې پر لاره د ګاډو تګ راتګ درېدلی وو.

د شېراني ضلعې چارواکي د اپرېل پر دویمه د پېښې ځای ته ورغلل او هلته یې د لارې بیا پرانیستو چارې پیل کړې.

د شېراني انتظامي مشر حضرت ولي کاکړ د اپرېل پر دویمه شپې مهال تر لارې خلاصېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې اغېزمنې سیمې ته یې لوی مشینونه وروړي ول.

د ده په خبره، پر هغه لاره هره ورځ څه د پاسه "۲۰،۰۰۰" ګاډي تګ راتګ کوي چې پکې د سپرلیو بسونه او موټر هم شامل دي.

په همدې حال کې سوداګرو ویلي دي چې د کوټې او ډېره اسماعیل خان ترمینځ هغه سړک د "ډېر اهمیت وړ دی" ځکه چې ورباندې نه یوازې د هېواد دننه سامان وړونکې لارۍ تګ راتګ کوي بلکې له ایرانه وارد یا درامد شوي شیان هم پر هم هغه لاره خیبر پښتونخوا او پنجاب ته لېږدول کېږي.

د بلوچستان د سوداګرو ټولنې پخواني مشر بدرالدین کاکړ د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د بارانونو له کبله د بلوچستان یوشمېر نور سړکونه هم اکثر تړل کېږي چې حکومت باید د دې ستونزې یو دایمي حل پیدا کړي.

دی زیاتوي چې د ۲۰۲۲ز کال په جولای او اګست کې تر ورښتونو وروسته سېلابونو د بلوچستان زیاتره لویو لارو ته تاوان واړاوه چې یوه "لویه برخه" یې لا هم نه ده رغېدلې.

په عین وخت کې په کوټه کې د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې صوبايي ادارې (پي ډي اېم اې) په یوه بیان کې ویلي دي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د بلوچستان او خیبر پښتونخوا ترمینځ د کسې یا سلیمان غره په سیمه کې د طوفاني بارانونو امکان دی نو ځکه دې خلک بې له اړتیا د هغې سیمې پر سړکونو له تګ راتګه ډډه وکړي.

XS
SM
MD
LG