د لاسرسي ځای

تازه خبر

د موسمیاتو اداره: سږ کال به پاکستان کې اوړی زیات تود وي


په پاکستان کې یوه نجلۍ په سخته ګرمۍ کې اوبه څښي - پخوانی انځور.
په پاکستان کې یوه نجلۍ په سخته ګرمۍ کې اوبه څښي - پخوانی انځور.

د پاکستان د موسمیاتو ادارې وړاندوینه کړې ده چې سږ کال به د نورو کلونو پرتله "اوړی لا تود" وي.

هغې ادارې د مارچ پر درېیمه په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې سږ کال په ملک کې د تودو څپو امکان هم زیات دی.

په رپورټ کې راغلي دي چې د روان کال په اوږدو کې ښایي د خیبر پښتونخوا په شمالي برخو او ګلګت بلتستان کې کم بارانونه وشي.

په پېښور کې د موسمیاتو ادارې مرستیال مشر ډاکټر محمد فهیم احمد د مارچ پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې سږني "موسمي بدلونونه" به پر فصلونو او تر مځکې لاندې د اوبو پر کچ اغېز وکړي.

ده وویل، په "ډېره اسماعیل خان، لکي مروت، کواټ، پېښور، مردان، صوابۍ او چارسده کې د ګرمۍ څپې (هیټ وویوز) راتللای شي."

د احمد په وینا، د زیاتې ګرمۍ له کبله به د خیبر پښتونخوا په یوشمېر ښارونو کې فصلونه تر وخت مخکې پاخه شي چې ورسره به لو او غوبلونه هم تر وخت مخکې کېږي او دا هر څه د فصل پيداوار کمېدو لامل کېدای شي.

د هغه په خبره، له عادي حالته د زیاتې ګرمۍ له امله په غرونو کې د واورین کمرونه ویلي کېږي چې له امله یې د سېلاب خطر هم زیاتېږي.


په ۲۰۲۲ز کال کې هم د خیبر پښتونخوا د ځینو سیمو په ګډون د افغانستان او پاکستان په بېلابېلو برخو کې سېلابونو ګڼ مالي او ځاني تاوانونه اوړولي ول.

پاکستان او افغانستان له هغو هېوادونو څخه دي چې موسمي بدلون پرې ډېر اغېز کړی دی. ملګري ملتونه وايي‌ چې په افغانستان کې د اقلیم بدلون د ناوړه اغېزو مخنیوي لپاره د "بیړني عمومي اقدام" اړتیا ده.

د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ۲۰۲۲ز کال د نومبر له شپږمې څخه تر اتمې نېټې د مصر په شرم الشیخ ښار کې د اب و هوا بدلون په اړه نړیواله غونډه شوې وه.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف هغې غونډې ته په وینا کې ويلي ول چې د سېلابونو له وجې يې هېواد ته تر ۳۰ اربه ډالرو زيات زیان رسېدلی دی.

په نړۍ کې موسمي بدلون ته په کتو، د پاکستان په ګډون ګڼو هېوادونو د پاریس ۲۰۱۵ز نړیواله موافقه منلې ده چې پکې راغلي چې حکومتونه به د نړیوالې تودوخې د کمولو لپاره یوشمېر اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG