د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان وايي، په افغانستان کې سېلابونو شاوخوا ۹۰۰ کورونه ويجاړ کړي


د افغانستان په ۱۴ ولايتونو کې سېلابونو زیان رسولی دی. پخوانی انځور
د افغانستان په ۱۴ ولايتونو کې سېلابونو زیان رسولی دی. پخوانی انځور

په افغانستان کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت وایي، وروستیو سېلاوونو په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۹۰۰ کورونه ویجاړ کړي دي.

د وزارت ویاند شفیع الله رحیمي د مارچ پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې په سېلابونو دغه شمېرې يې د لومړنيو معلوماتو پر اساس خپرې کړې دي.

د نوموړي په وینا، د ۹۰۰ کورونو د ويجاړېدو په ګډون درې کسان مړه شوي او ۲۲،۰۰۰ زرعي ځمکه يې هم خرابه کړې ده.

دغه زیانونه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې اوښتي دي چې پکې د هېواد مرکزي سیمې او ټول زونونه شامل دي.

د ملګرو ملتونو دبشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) هم ویلي چې مرستندویه ادارې د سېلابونو د اغېز او بیړنیو مرستو ارزونه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG