د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقيب مسود په مقدمه کې يو بل کس ته جسماني ريمانډ


د نقيب الله مسود انځورونه
د نقيب الله مسود انځورونه

پراګ - د کراچۍ ترهګرۍ ضد عدالت د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په مقدمه کې يو بل کس پوليسو ته په جسماني ريمانډ سپارلی دی. په دې مقدمه کې د کراچۍ پوليسو يو پخوانی افسر او ۱۰ نور کسان د اپريل تر ۲۱مې نېټې د پوليسو په جسماني ريمانډ دي.

د کراچۍ پوليسو افسر ايس ايس پي ډاکټر رضوان د وژل شوي وزيرستاني ځوان نقيب الله مسود په وژنه کې ککړ يو بل کس شرجيل فېروز د ترهګرۍ ضد عدالت ته د جمعې په ورځ وړاندې کړ. شرجيل د شاه لطيف ټانې مفرور ايس ايچ او امان الله مروت ساتونکی دی.

د ترهګرۍ ضد عدالت پوليسو ته شرجيل د اپريل تر ۲۱مې نېټې په جسماني ريمانډ سپارلی دی. تر دې مخکې همدغه عدالت د مارچ پر ۲۲مه د کراچۍ پوليسو پخواني افسر راو انوار د يوې مياشتي لپاره په جسماني ريمانډ پوليسو ته سپارلی وو. عدالت هغه وخت پوليسو ته امر کړی و چې د مقدمې په بله اورېدنه کې دې راپور وړاندې کړي.

له پاکستانه خپرېدونکې د انګريزي ژبې اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې مدير نويد حسين د شنبې پر ورځ مشال راډيو ته وويل چې د نقيب الله مسود په مقدمه کې هغه شان پرمختګ نه دی شوی چې څه ډول پکار وو. ده زياته کړه چې راو انوار په کوم ډول عدالت ته راغلی هغه عمل تراوسه معمه ده.

((په دې مقدمه کې تورن د پوليسو پخوانی افسر راو انوار تر ډيرې مودې پورې پټ و. هر چا ته معلومه وه چې هغه په کوم ځای کې و. سپريم کورټ حکومت ته له يوه مخه دا خبره کوله چې دا کس ورته حاضر کړي. بيا په سمدستي توګه عدالت ته راتلل ډيرې زياتې پوښتنې راپورته کړي دي چې تراوسه پوري ځواب شوی نه دي.))

د کراچۍ پوليسو پخوانی افسر راو انوار د ۲۷ کلن وزيرستاني ځوان نقیب الله مسود په وژنه تورن دی چې په کراچۍ کې د جنورۍ پر دريمه تښتول شوی و او مړی يې د جنورۍ پر ۱۳مه په ښار کې وموندل شو. په هغه وخت کې راو انوار ويلي و چې نقيب مسود له تحريک طالبان پاکستان سره تعلق درلودو او له پوليسو سره په مقابله کې ووژل شو، خو وروسته عدالتي پلټنو د هغه ادعاوې ناسمې وبللې او وې ښودل چې نقيب مسود په جعلي پوليس مقابله کې وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG