د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نقیب الله مسید په وژنه تورن پخوانی پولیس افسر راو انوار عدالت ته وړاندې شوی


پر راو انوار تور دی چې د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍ کې یې نقیب الله مسید وژلی وو، خو هغه دا تور ردوي - انځور له ارشیفه.

د جنوبي وزیرستان د اوسېدونکي نقیب الله مسید په وژنه تورن پخوانی پولیس افسر راو انوار د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت ته وړاندې شوی دی.

د مارچ پر اتمه د قضیې تر اورېدنې وروسته د مسید وکیل صلاح الدین پنور مشال راډيو ته وویل، د پېښې پلټونکي افسر ډاکتر رضوان عدالت ته بیان ورکړ او و یې ویل چې د جیو فېسنېګ او د راو انوار د موبایل ټېلېفون شمېرې رېکارډ په ګډون نور مهم ثبوتونه ښيي چې هغه هلته له خپلې ډلې سره د مسید د وژنې پرمهال د پېښې په ځای کې موجود وو.

پولیس د جرمونو په اړه د پلټنو لپاره له جیو فېنسېګ څخه کار اخلي. دا د پتو او ځایونو د تعیین نړیوال نظام (ګلوبل پوزیشنېنګ سېسټم یا جي پي اېس) او نورو ټېکنالوژیو په مرسته په بېلا بېلو ځایونو کې د معنوي یا غیر واقعي احاطو او پولو کښلو ته ویل کېږي. کله چې د یوې سیمې جیو فېنسېنګ وشي یعنې شاوخوا ته یې د ټېکنالوژۍ په مرسته یو غیر واقعي احاطه جوړه شي نو بیا هغه له یوه کمپیوټري سافټوېیر سره تړل کېږي او هغې ساحې ته چې څوک داخلېږي یا ورڅخه ووځي، نو سافټوېیر خبرتیا ورکوي. د ځمکې په مدار کې سپوږمکۍ د نړۍ بېلا بېل ځایونه او پتې مشخصوي.

د ډاکتر رضوان تر بیان وروسته د قضیې اورېدنه وځنډوله او و یې ویل چې بله اورېدنه به د مارچ پر ۲۴مه کوي.

نقيب الله مسيد د ۲۰۱۸ز کال په جنورۍکې د پوليسو له خوا تر ګرفتارۍ وروسته له درو نورو کسانو سره يو ځای وژل شوی وو.

هغه مهال د کراچۍ د ملير سیمې د پوليسو پخواني مشر راو انوار دعوه کړې وه چې د ډزو په تبادله کې ېې ترهګر وژلي دي، خو وروسته د سيند پوليسو پلټنيزې ډلې هغه يوه جعلي نښته بللې وه.

د نقيب الله مسید د وژنې په مقدمه کې راو انوار او نور درې پوليسان په ضمانت خوشې دي، ځينې په زندان کې دي او یوشمېر نور پخواني پوليس افسران له تيرو درو کلونو راهيسې مفرور دي.

د نوموړي په وژنه تورن پولیس افسران پر ځان له لګېدلو تورونو انکار کوي.

XS
SM
MD
LG