د لاسرسي ځای

تازه خبر

پلټینزه ډله: نقیب مسید بې ګناه او راو انوار یې د قتل ذمه وار


Prague: Senior police officer SSP Malir Rao Anwar talks with collegues after he escaped a suicide bomb attack in Karachi, January 16, 2018
Prague: Senior police officer SSP Malir Rao Anwar talks with collegues after he escaped a suicide bomb attack in Karachi, January 16, 2018

د سپريم کورټ لخوا جوړې کړل شوې پينځه کسيزې ګډې تحقيقاتي ډلې وزيرستانی ځوان نقيب مسيد بې ګناه او د ملير پوليسو پخوانی چاروکی راوانوار يې د هغه د قتل ذمه وارګرځولی. د ګډې تحقیقاتي ډلې ريپوټ د نقيب مسيد وژنه يو ترهګريزه فعل ګرځولی.

د سيند حکومت د بشري حقونو وزيره ريحانه لغاري وايي له ريپوټ داسې ښکاري چې په دغه پېښه کې راو انوار ککړ دی خو د نوموړي په اړه پريکړه کول اوس د عدالت کار دی. دا وايي ريپوټ مخې ته راغلی او له دې داسې مالومېږي چې راو انوار په هغه پېښه کې ککړ دی. نوموړې په ټینګار سره وویل که عدالت راو انوار تورن وګرځوی نو سيند حکومت به د هغه ملاتړ نه کوي.

نقیب مسود د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر درېمه نېټه په کراچۍ کې تښتول شوی وو او پر ۱۳مه یې مړی وموندل شو.

راو انوار تر هغه وروسته وویل چې نقیب مسود یې ځکه وژلی چې له وسله والو طالبانو سره یې اړیکې درلودې خو وروسته پلټنو په ډاګه کړه چې نقیب مسود بې ګناه وو.

د نقيب الله مسود په وژنه کې تورن پولیس افسر راو انوار د مارچ په ۲۱ مه سپريم کورټ ته له حاضرېدو پس ونیول شو. همداراز عدالت د نقيب الله مسود د وژنې په اړه د سيند پوليسو د مرستيال مشر افتاب پټان په مشرۍ يوه بله تحقيقاتي کمېټۍ جوړه کړه. خو دې کميټې هم په چارشنبه په خپل ريپوټ کې وويل چې راو انوار د نقيب مسيد د وژنې ذمه وار دی.

راو انوار دوې مياشتې چا پټ کړی و؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې يوه غوښتنه يې د نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار ته سزا ورکول هم دي، د دې يو مشر محسن داوړ وايي په ياد تحقيقاتي ريپوټ ډېر خوشاله دي خو دوی وايي بايد چې په عدالت کې اوس د دې ريپوټ دفاع او راو انوار ته سزا ور کړل شي:

''موږ ډېر خوشاله يو چې زموږ کوششونو ځای ونيولو او حقيقت په ډاګه شو. مخکې راو انوار اتل وو او نقيب مسيد باندې د ترهګرۍ تورونه وو خو زموږ په هڅو حقيقت رامخې ته شو او نقيب بې ګناه او راو انوار قاتل وګرځول شو.''

په پېښور کې د قانوني چارو پوه فضل خان وايي که څه هم له دې سره به د نقيب مسيد د خپلوانو کيس پياوړی شي خو دا يو ابتدايي ريپوټ دی او لا هم ډېر څه پاتې دي ځکه چې راو انوار يو بااثره تن دی.

نوموړی وايي: ''په داسې حال کې چې د ياد پخواني پوليس چارواکي دغه ګام د ترهګرۍ فعل ګرځول شوی نو که پر ده د ترهګرۍ ضد عدالت کې مقدمه وچلول شي نو نوموړی ته د زر سزا ورکولو امکانات شته. بله دا چې په ترهګرۍ تورن تن ته د نورو پرتلا اسانتياوې هم کمې وي.''

پاکستاني رسنۍ وايي چې په چارشنبه د هغو دوو کسانو د ريپوټ هم يادونه وشوه چې په کراچۍ کې له نقيب مسيد سره يوځای وژل شوي وو. دغه دوه کسان چې محمد صابر او محمد اسحاق نوميږي له بهاولپوره تښتول شوي وو.

XS
SM
MD
LG