د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ له چمن څخه کوټې ته لاریون په کچلاغ کې پای ته رسولی


د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو دا لاریون د نومبر پر ۱۷مه له چمن څخه پر پښو د کوټې پر لور پیل کړی وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو دا لاریون د نومبر پر ۱۷مه له چمن څخه پر پښو د کوټې پر لور پیل کړی وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه غړو او پلویانو په چمن کې د احتجاجي پرلت په ملاتړ له هغه ښاره تر کوټې پر پښو کوونکو لاریون کوټې ته نژدې په کچلاغ سیمه کې پای ته رسولی دی

د لاريون يو ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ د چمن یو مخکښ ذولقرنين باچا د نومبر پر ۱۹مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې لاریون یې ځکه تر کوټې ونه رسولای شو چې پولیسو یې په کچلاغ کې مخه ونیوله.

ده وویل، " موږ دا مهال په کچلاغ کې يو خو پوليسو زموږ مخه نيولې او خنډونه یې راته جوړ کړي دي. دوی وايي چې له تاسو سره مزاکرات کول غواړو، موږ دوی ته وويل چې مزاکرات په چمن کې له پرلتوالو سره وکړئ موږ د هغې کمېټۍ برخه نه يو."

د حکومتي‌ چارواکو او لاریونوالو تر منځ څو ځله خبرې وشوې خو څه نتیجه یې ورنکړه. د بلوچستان د حکومتي چارواکو له خوا تر اوسه په دې اړه وضاحت مخې ته نه دی راغلی چې ولې یې دا لاریون کوټې ته پرېنښود.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو دا لاریون د نومبر پر ۱۷مه له چمن څخه پر پښو د کوټې پر لور روان کړی او د نومبر پر ۱۹مه پښین ته ورسېدل او بیا یې د کوټې پر لور تګ ته دوام ورکړ.

دوی چې کله د نومبر پر ۱۹مه د پښین او کوټې ترمنځ کچلاغ سیمې ته ورسېدل نو هلته یې پولیس د کوټې پر لور د تلو مخه ونیوله.

لاریونوالو غوښتنه کوله چې د چمن پر پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط پرضد د روان پرلت غوښتنې دې ومنل شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ نیول شوي‌ غړي دې زر تر زره خوشي کړل شي.

لاریونوالو دا غوښتنه هم کوله چې حکومت دې له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو ایستل لړۍ په سمدستې توګه ودروي.

د سیاسي‌ګوندونو، سوداګرو او لغړیانو د اتحادیې له خوا د اکتوبر له ۲۱مې په چمن کې پرلت روان دی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د بلوچستان چارواکو د نومبر له پیل راهیسې بې له پاسپورټ او ویزې افغانستان ته تګ راتګ په رسمي توګه درولی دی او وایي چې دا ګام یې په هېواد کې د امنیت ساتلو او قاچاق د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.

د لاریون والو بله غوښتنه دا وه چې د پښتون ژغورنې غوځنګ د مخکښ علي وزیر په ګډون دې د دوی اته غړي زر تر زره خوشي کړل شي.

د خیبر پښتونخوا د درابڼ سیمې پولیسو د غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر د نومبر پر ۱۴مه په چمن کې پرلتوالو ته تر وینا یوه ورځ وروسته هغه مهال ګرفتار کړ چې ډېره اسماعیل خان ته پر لاره وو.

د ډیره اسماعیل خان صدر تاڼې مشر حباب بلوڅ د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې د درابڼ تاڼې پولیسو علي وزیر په دوو مقدمو کې ګرفتار کړی او بيا يې د ډېره اسماعيل خان پوليسو ته سپارلی دی.

د نوموړي په ګډون د غورځنګ اته غړي د ریاست پر ضد د ویناګانو، د عامه نظم ګډوډولو، د سرکار په کار کې د مداخلت او نورو تورونو له کبله په زندان کې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د حقونو خوندیتوب لپاره سوله ییزه او له قانون سره سمه مبارزه کوي.

د چمن د پرلتوالو په ملاتړ کې د نومبر پر ۱۷ مه د چمن د ځایي اوسېدونکو ماشومانو احتجاجي لاریون هم لاریون وکړ او پر ډېورنډ کرښه یې د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کولو غنده وکړه.

دوی وايي چې له افغانستان سره پر پوله د تجارت او تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کېدل کاروبار زیانمنوي او ورسره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي.

په پرلت کې د لویو سوداګرو ترڅنګ هغه مزدوران هم شامل دي چې پخوا به یې هره ورځ د چمن او سپین بولدک ترمينځ سامانونه لېږدول.

د چمن پرلتوالو او حکومتې چارواکوو تر مینځ څو ځل خبرې شوي خو نتیجې ته نه دي رسېدلي.

بل پلو د جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې هم پر هغه پوله د پاسپورټ او ویزې شرط عملي کېدو پرضد پرلت د نومبر پر ۲۰مه هم دوام لري.

د پرلت یو مخکښ مشر ملک ببري وزیر د نومبر پر ۱۸مه مشال راډیو ته ویلي وو چې د پاسپورټ او ویزې شرط د سیمې کاروبارونه او مزدورۍ اغېزمنوي.

پرلتوال داراز وايي چې د پولې دواړو خواوو ته اوسېدونکي پښتانه دي، خپلوۍ او تعلقات لري نو ځکه هم حکومتي پرېکړه نه مني.

د کوز جنوبي وزیرستان انتظامي مشر یاسر سلیمان کونډي د نومبر پپر ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې د پاسپورټ او ویزې شرط د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ايښی دی چې دوی یې عملي کوي.

د پاکستان حکومت وايي چې له افغانستان سره د سفر لپاره یو ډول نظام عملي کوي او داسې نه شي کېدای چې په یو ځای کې دې خلک په پاسپورټ او ویزې او په بله لاره دې په شناختي کارډ او تذکرو تګ راتګ وکړي.

XS
SM
MD
LG