د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بخښنې نړيوال سازمان د چمن پرلت په تړاو د سياسي او مدني فعالانو پر نیولو اندېښنه ښوولې


په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد په پرلت کې ګڼو خلکو ګډون کړی دی - د نومبر شپږمې انځور.
په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پر ضد په پرلت کې ګڼو خلکو ګډون کړی دی - د نومبر شپږمې انځور.

د بخښنې نړیوال سازمان (ایمنسټي انټرڼیشنل) په چمن کې د پرلت په تړاو د ځينو سياسي مشرانو او فعالانو د نيولو پر خبرونو د اندېښنې څرګندونه کړې ده.

سازمان د نومبر پر ۱۵مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د نومبر پر ۱۴مه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر نيول د هغو خلکو پرضد د "انتقامي کاروايۍ" برخه ده چې غواړي په پرلت کې ګډون وکړي.

په بیان کې راغلي چې داسې رپورټونه هم شته چې ځينې نور سياسي مشران لکه د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ او د ګوادر د حق غوښتنې (حق دو) تحريک مشر هدایت الرحمان بلوڅ د چمن په پرلت کې له ګډونه ګرځول شوي دي.

د نومبر پر ۱۴مه د درابڼ سیمې پوليسو علي وزير په چمن کې پرلتوالو ته تر وینا یوه ورځ وروسته هغه مهال ګرفتار کړ چې ډېره اسماعیل خان ته پر لاره وو.

د ډیره اسماعیل خان صدر تاڼې مشر حباب بلوڅ د نومبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وويل چې د درابڼ تاڼې پولیسو علي وزیر په دوو مقدمو کې ګرفتار کړی او بيا يې د ډېره اسماعيل خان پوليسو ته سپارلی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان ليکلي چې د چمن پرلت د اکتوبر له ۲۱مې نېټې راهيسې روان دی او پکې د زرګونو کسانو پر ګډون سربېره هم ورته رسنيو زیات پام نه دی کړی.

سازمان پر حکومت غږ کړی چې د پرلت د ګډونوالو سياسي مشرانو د بیان ازادي او د احتجاج د حق احترام وکړي او له احتجاجه د راګرځولو په خاطر دې د سياستوالانو او فعالانو له نيولو او په حراست کې له ساتلو څخه ډډه وکړي.

حکومت په سمدستي توګه د بخښنې نړيوال سازمان د څرګندونو په غبرګون کې څه نه دي ويلي.

په چمن کې د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو مشرانو، غړو او پلویانو د چمن او سپين بولدک ترمينځ د پاسپورټ او ويزې لازمي کېدو پرضد پرلت ته دوام ورکړی دی او غوښتنه کوي چې حکومت دې خلکو ته د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر وره د پخوا په شان په پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړي.

په چمن کې د لغړي اتحاد يا پنډيانو مشر غوث الله ويلي، که يې غوښتنې و نه منل شوې نو د نومبر له ۲۰مې به د احتجاج په توګه د خلکو او تجارت پرمخ د چمن او سپین بولدک ترمینځ لویه لاره بنده کړي.

نوموړي د نومبر پر ۱۵مه مشال راديو ته وويل، "موږ چې پر ۲۰م تاريخ (نومبر) لاره بندوو، دا به د ۱۵ يا ۲۰ ورځو لپاره وي. که زموږ غوښتنه په دې هم حل نه شوه، بيا موږ کوټې ته لانګ مارچ (لاریون) کوو او د بلوچستان اسمبلۍ مخه بندوو. دا پرلت به هم جاري وي او هلته به د اسمبلۍ مخ ته هم پرلت وهو."

غوث الله زياته کړه چې د پرلت مشرانو يوه پينځه کسيزه نماينده کمېټۍ جوړه کړې چې په کوټه کې به له نګران صوبايي حکومت او سياستوالو سره تر ليدو وروسته اسلام اباد ته ځي او هلته به د وفاقي حکومت له چارواکو سره ګوري.

له پرلتوالو سره د بلوچستان پوځي او د هغې صوبې د نګران حکومت چارواکو خبرې کړې خو تر اوسه يې نتيجه نه ده ورکړې.

دا پرلت تر هغې وروسته پیل شوی چې د پاکستان حکومت په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به د افغان کډوالو په ګډون ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هغه هېواده باسي او له هغه وروسته به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه وي.

د بلوچستان چارواکو د نومبر له پیل راهیسې پر چمن بې له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ درولی دی.

XS
SM
MD
LG