د لاسرسي ځای

تازه خبر

په چمن کې ماشومانو د پاسپورټ او وېزې شرط لازمي کېدو ضد لاریون کړی


د نومبر پر ۱۷مه ماشومانو د چمن د پرلت له ځایه د ضلعي انتظامیې تر دفتره لاریون وکړ.
د نومبر پر ۱۷مه ماشومانو د چمن د پرلت له ځایه د ضلعي انتظامیې تر دفتره لاریون وکړ.

افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ېزې لازمي کېدو پرضد د بلوچستان په چمن ښار کې ماشومانو احتجاجي لاریون کړی دی.

د نومبر پر ۱۷مه هغو ماشومانو چې عمره یې له اته کلونو تر ۱۲ کلونو ول، د چمن د پرلت له ځای څخه لاریون پيل کړ او د چمن ضلعي انتظامیې تر دفتره پر پښو لاړل.

لاریون کوونکو ماشومانو شعارونه ورکړل چې د چمن اوسېدونکو ته دې روزګار ورکړل شي او پر پوله دې د وېزې او پاسپورټ شرط ختم کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد پرلت دوام لري.

د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي.

دوی وايي، د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کېدو سره د سيمې زرګونه کسان بېروزګاره کېدای شي. د پرلتوالو او حکومتي چارواکو تر منځ څو وارې خبري شوي خو څه نتیجه یې نه ده ورکړې.

حکومت وایي چې د پاسپورټ او وېزې شرط یې په هیواد کې د امنیت ټینګ ساتلو په خاطر کړې.

په احتجاج کې شریک ماشومان
په احتجاج کې شریک ماشومان
په لاریون کې شریک د لاریب په نوم ماشومې مشال راډیو ته وویل چې پلار یې له یوې میاشتې راهیسې کار ته نه دی تللی چې له امله یې ورځنی ژوند اغېزمن شوی دی.
هغې وویل، "زموږ د پولې هغې غاړې ته خپلوۍ دي. د اکاګانو ښځې مې د هغې خوا نه را واده شوي دي. زموږ د کورنۍ ښځې هغې غاړې ته واده شوي دي. د کاروبار لپاره د پلار مې یوازې تګ راتګ بند شوی نه دی بلکه زموږ د خپلوانو تګ راتګ هم بند شوی دی. ځکه خو موږ د پاسپورټ او وېزې شرط نه منو."
د نومبر پر ۱۷ مه د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر صادق اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې دا ماشومان ټوله په خپله خوښه راوتلي دي، هغه زیاته کړه "دا ماشومان د سکولونو، مدرسو فیس نه لري، دا په کور کې د خوراک څښاک لپاره څه نه لري ځکه خو یې لاریون کړی دی."
هغه وویل، پر ۲۰ نومبر به له چمن څخه افغانستان ته تلونکې لار د هرډول کډوالو او سوداګرو د موټر پر مخ تړي.
بل پښتون ژغورني غورځنګ د پر ډیورنډ کرښه د پاسپورټ او وېزې شرط لازمي کولو، د افغان کډوالو له هېواده په جبري توګه ایستلو او د غورځنګ د نیول شوو ملګرو د خوشې کولو په لړ کې له چمنه تر کوټې پر پښو لاریون کوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچستان مشر نور باچا د نومبر پر ۱۷ مه مشال راډیو ته وویل، په څلور ورځو کې به کوټې ته ورسېږي او هلته به پرلت ووهي.
هغه وویل، "زموږ د دغه پیاده مزل د چمن د پرلتوالو سره د یووالې لپاره دی او بل چې کوم افغان کډوال له پاکستانه جبري ایستل کېږي، موږ ددې غنده کوو او ورسره د غورځنګ کوم ملګري چې د حکومت لخوا نیول شوي دي هغه دې خوشي کړي."
د چمن پرلت تر هغې وروسته پیل شوی چې د پاکستان حکومت په اکتوبر مياشت کې اعلان وکړ چې د نومبر تر لومړۍ نېټې وروسته به د افغان کډوالو په ګډون ټول بې اسناده بهرني وګړي په زور له هغه هېواده باسي او له هغه وروسته به له افغانستان سره تګ راتګ يوازې پر پاسپورټ او ويزه وي.

د بلوچستان چارواکو د نومبر له پیل راهیسې پر چمن بې له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ درولی دی.

XS
SM
MD
LG