د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د چمن پرلت په ملاتړ تر کوټې لاريون پيل کړی


د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د نومبر له ۱۷مې له چمنه تر کوټې احتجاجي لاریون پیل کړی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویانو د نومبر له ۱۷مې له چمنه تر کوټې احتجاجي لاریون پیل کړی دی.

د چمن پرلت په ملاتړ او نورو غوښتنو لپاره پي ټي اېم له چمنه تر کوټې پيل کړی لاریون دوام لري.

د غورځنګ لسګونه پلویانو دا لاریون د نومبر له ۱۷مې پیل کړی دی. لاریون کوونکي د چمن او سپین بولدک ترمینځ د ازاد تګ راتګ د ملاتړ ترڅنګ له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په زوره د نه ایستلو او د غورځنګ د نیول شوي کسانو د خوشې کولو غوښتنه کوي.

په لاریون کې شریک د غورځنګ یو مخکښ ذوالقرنین باچا د نومبر پر ۱۸ مه مشال راډیو ته وویل، د خپل مزل دویم پړاو یې د کلا عبدالله له ژړي بند سیمې څخه پېل کړی او هدف یې دادی چې حکومت یې غوښتنې ومني: "له پاکستانه د افغان کډوالو په زور ویستلو غندنه کوو او پر ډیورنډ کرښه دواړو غاړو مېشت خلکو ته دې دوه تابعیته (د پاکستان او افغانستان تابعیت) ورکړل شي او د غورځنګ نیول شوي ملګري دې خوشي شي."

دا په داسې حال کې ده چې په چمن ښار کې د پاسپورټ او ویزې لازمي کېدو پرضد پرلت دوام لري.

په چمن کې د سوداګرو او مزدورانو احتجاجي پرلت دوام لري
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.

د بلوچستان چارواکو د نومبر له پیل راهیسې پر چمن بې له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ درولی دی او وایي چې دا ګام یې په هېواد کې د امنیت ساتلو او قاچاق د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.

د چمن د پرلتوالو په ملاتړ کې د نومبر پر ۱۷ مه د چمن د ځایي اوسېدونکو ماشومانو احتجاجي لاریون هم لاریون وکړ او پر ډیورنډ کرښه یې د پاسپورټ او وېزې شرط لازمي کولو غنده وکړه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د بلوچستان مشر نور باچا د نومبر پر ۱۷ مه مشال رېډیو ته وویل چې د بلوچستان صوبې تر مرکزي ښاره پورې پر پښو تر تګ وروسته په کوټه کې پرلت وهي.
دا په داسې حال کې ده چې پاکستان حکومت اسناد نه درلودونکو بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱ مې پورې مهلت ورکړی وو چې له هېواده ووځي. مهلت تر پوره کېدو وروسته افغانستان ته د کډوالو د ستنېدنې بهیر ګړندی شوی او تراوسه لکونه کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د چمن پرلتوالو او حکومتې چارواکوو تر مینځ څو ځل خبرې شوي خو نتیجې ته نه دي رسېدلي.
XS
SM
MD
LG