د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزيرستان په انګور اډه کې ځايي ولس پر لارو د اسانتيا لپاره پرلت وهلی دی


د انګور اډې پرلت وال وايي، تر څو یې حکومت غوښتنې منلې نه وي، هغوی به خپل احتجاج او پرلت ته دوام ورکوي: انځور له ارشیفه
د انګور اډې پرلت وال وايي، تر څو یې حکومت غوښتنې منلې نه وي، هغوی به خپل احتجاج او پرلت ته دوام ورکوي: انځور له ارشیفه

د کوز جنوبي وزیرستان په انګور اډه کې خلکو د خپلو غوښتنو لپاره پرلت نن په پنځمه ورځ هم جاري ساتلی دی.

دوی افغانستان ته د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او وېزې شرط عملي کېدو او ځینو نورو ستونزو پرضد پرلت وهلی دی.

د پرلت یو مخکښ ملک خالد د نومبر په ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، دوی حکومتي چارواکو ته په ډاګه کړې چې د پاسپورټ او وېزې شرط ورته د منلو وړ نه دی.

هغه وايي: "موږ اعلان ورته کړی چې پاسپورټ بلکل نه منو، چې مړه مو کړي هم یې نه منو. پر سړکونو درته څملو، ځکه چې موږ یو قام یو، یوه وینه یو نو پاسپورټ موږ ته منظور نه دی."

د احتجاج کوونکیو یو بل مشر ملک ببري وزیر مشال راډیو ته وویل: "موږ د خپلو حقونو غوښتنه کوو، که حکومت د پاسپورټ او وېزې شرط ختم نه کړي او کاروبار مو بیرته د پخوا په شان شروع نه شي نو د خلکو ژوند به ډېر سخت شي."

نوموړی وايي، د هغوی په سیمه کې د ژوند نور هېڅ سهولت نشته، یوازې په انګور اډه بندر باندې د هغوی ژوند او کاروبار روان وو چې حکومت ترې هغه هم په لوی لاس تروړل غواړي چې ورته د منلو وړ نه دی.

د سیمې یو بل مشر دین محمد هم په احتجاج کې شامل دی او مشال راډیو ته یې وویل، په انګور اډه باندې د هغوی پانډیان، ګنډي مار یا لغړیان هره ورځ دوه، دوه، درې درې کیلو سامانونه له یوې خوا نه بلې ته وړي چې ورته پاسپورټ او ویزه اخیستل د هغه په وینا بیخي بې انصافي ده.


د کوز جنوبي وزیرستان مرستیال کمېشنر یاسر سلېمان کنډي د نومبر په ۱۸مه مشال راډیو ته وویل، د دې سیمې نورې ستونزې هواروي خو د پاسپورټ او ویزې شرط د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لګولی او دوی به یې عملي کوي.

نوموړی وايي ګنډیمارو به هغه څیزونه هم افغانستان ته وړل یا به یې له افغانستانه راوړل چې ورته اجازه نه وه ورکړل شوې نو ځکه پرې حکومت سختي راوستله. هغه دا خبره رد کړه چې ګینې په انګور اډه سیمه کې خلکو ته د ژوند سهولتونه نشته. هغه وویل، په سیمه کې سکولونه او د روغتیا مرکزونه او نور سهولتونه موجود دي.

د انګور اډې پرلت وال وايي، تر څو یې حکومت غوښتنې منلې نه وي، هغوی به خپل احتجاج او پرلت ته دوام ورکوي.

انګور اډه د کوزه جنوبي وزیرستان ضلعې برخه ده او دغلته احمدزي وزیر ژوند کوي چې نیمايي یې د افغانستان لوري ته په برمل کې مېشت دي.

تر دې وړاندې د انګور اډې اوسېدونکیو له حکومته افغانستان ته په تګ راتګ کې د اسانیو ورکولو غوښتنه هم کړې وه، دوی وایي پر دغه لاره په تګ راتګ کې مشکلات لري.

د انګور اډې د خلکو نه وړاندې د چمن زرګونو خلکو هم د پاکستان د حکومت د هغې پرېکړې خلاف په احتجاج لاس پورې کړی چې د افغانستان سره د تګ راتګ او تجارت لپاره یې پاسپورټ او وېزه شرط ګرځولې دي.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG