د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن پرلتوالو د غوښتنو نه منل کېدو په صورت کې د لارې تړلو ګواښ کړی دی


په چمن کې د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو د اکتوبر پر ۲۱مه د پاسپورټ او ويزې پرضد پرلت پيل کړی دی.
په چمن کې د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو د اکتوبر پر ۲۱مه د پاسپورټ او ويزې پرضد پرلت پيل کړی دی.

په چمن کې له ۲۵ ورځو راهیسې د روان پرلت مشر مشال راډيو ته ويلي چې که د پاکستان نګران حکومت یې غوښتنې ونه مني نو دوی به له افغانستان سره دغه تجارتي لاره بنده کړي.

د پرلت مشر غوث الله د نومبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې دوی اوس هم په خپله هغه غوښتنه ولاړ دي چې سپين بولدک ته د کاروبار لپاره د تګ راتګ په لړ کې بايد پاسپورټ او وېزه شرط نه وي.

هغه زیاته کړه: "موږ پرېکړه کړې چې پر ۲۰م نومبر به د احتجاج په توګه د چمن او افغانستان تر مينځ لویه لاره د خلکو او تجارت لپاره د هر ډول تلونکو کسانو پر مخ تړو. موږ پینځه کسیزه کمېټيانې جوړوو چې هغه به لومړی د بلوچستان د سیاسي ګوندونو له غړيو سره وویني او بیا به اسلام اباد ته ځي چې هلته به حکومتي چارواکو ته زموږ ستونزي ږدي."

په همدې حال کې د چمن د سوداګرو اتحادیې مشر صادق اڅکزي مشال راډیو ته وویل چې پر ډیورنډ کرښه د پاسپورټ او وېزې شرط لازمي کولو سره نه یوازي د چمن بلکې د نورو سیمو خلګ هم بې روزګاره شوي دي. د هغه په خبره د چمن او سپین بولدک تر مينځ پر سرحدي دروازه تر ۵۰،۰۰۰ پوري کسان هره ورځ د خپل کاروبار لپاره اوښتل را اوښتول چې اوس ټوله بې کاروباره دي.

په سېنېټ کې بحث

د پاکستان په سېنېټ کې ځينو سېنېټرانو د چمن له پرلتوالو سره ملاتړ ښوولی او پر حکومت یې غږ کړی چې د هغو احتجاج کوونکو غوښتنې ومني. په دغه پرلت کې کاروباريان او هغه پنډيان ګډون لري چې ځايي خلک یې لغړیان بولي. دوی د چمن او سپين بولدک تر مينځ د پنډو وړلو کار کوي.

په چمن کې حالات داسې دي چې د ځينو خلکو کورونه د پاکستان خو ادیره یې د افغانستان خواته دي نو ځکه بايد دغلته د پاسپورټ او وېزې شرط نه وي.
سېنېټر عمر فاروق کاسی

د نومبر پر ۱۳مه، په سېنېټ کې د بحث پر وخت د عوامي نېشنل ګوند سېنېټر عمر فاروق کاسي د خپلې وينا پر وخت وويل چې پر ډيورنډ کرښه د تګ راتګ لپاره هېڅوک د پاسپورټ شرط نه مني او پکار ده چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ سفر بې له وېزو وي.

هغه زیاته کړه: "ځيني خلک ښايي فکر کوي چې دا خو دوه ملکونه دي نو ځکه بايد وېزه او پاسپورټ شرط وي خو هغوی چې د ډيورنډ کرښې په اړه خبر نه دي، هغوی ته به ووايم چې د بلوچستان د ځينو خلکو کورونه د پاکستان خوا ته، خو ادیره يې د افغانستان په خوا کې ده. پر ډيورنډ کرښه د يو کلي خلک نيم د پاکستان او نیم د افغانستان غاړې ته اوسېږي. زه په سېنېټ کې وايم چې موږ دا د پاسپورټ شرط نه منو."

د هغه د خبرو په ځواب کې د سېنېټ مشر صادق سنجراني وويل چې دا مسله یې د سېنېټ اړونده کمېټۍ ته د نور بحث لپاره لېږلې ده.

په چمن کې په زرګونو پرلتوالو ويلي چې تر هغه به احتجاج ختم نه کړي تر څو ورته حکومت د دې مسلې د حل ډاډ نه وي ورکړی. دوی وايي له افغانستان سره دې د دوی تګ راتګ پر شناختي کارډ او تذکره وي. دوی دريځ لري چې هره ورځ څو ځل د خپل کاروبار لپاره د چمن او سپين بولدک ترمينځ ځي راځي نو ځکه ورته دا ممکنه نه ده چې هر ځل دې پر پاسپورټ ټاپې او وېزې لګوي.

د بلوچستان حکومت چارواکو له دوی سره مذاکرات کړي خو څه نتيجې ته نه دي رسېدلي.

په سېنېټ کې د چمن په اړه د دغو خبرو پر وخت د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي موجود وو خو هغه په دې اړه څه ونه ويل. البته تر دې مخکې د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان محمد اڅکزي ويلي وو چې د هېوادونو ترمينځ هېڅوک بې له پاسپورټ او وېزې سفر نه شي کولی نو په پاکستان کې هم د دغه کار اجازه نه شته.

په سېنېټ کې د جمعيت علمای اسلام (ف) سېنېټر مولوي فيض محمد د خپلې وينا پر وخت وويل چې د ډيورنډ کرښې دواړه غاړو قامونه بايد نور سره نيږدې شي، ليرې نه شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټرې عابدې عظيم او د جمعيت علمای اسلام (ف) سېنېټر مرتضا کامران هم ورته خبرې وکړي او زیاته یې کړه چې دا ډول پرېکړې د نګران حکومت کار نه دی.

XS
SM
MD
LG