د لاسرسي ځای

تازه خبر

له جلا وطنۍ تر پارلېمانه: د محمود خان اڅکزي ژوند او سیاست ته کتنه


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی جلسې ته وینا کوي - انځور له ارشيفه
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی جلسې ته وینا کوي - انځور له ارشيفه

د پاکستان تحریک انصاف ملاتړ لرونکي سني اتحاد کونسل (شورا) د راتلونکي ولسمشرۍ انتخاباتو ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی خپل نوماند ټاکلی دی.

د مارچ پر نهمه د ترسره کېدونکو ولسمشریزو انتخاباتو پر مهال پاکستان مسلم لیګ (ن)، پاکستان پیپلز ګوند او نورو اتحادیانو پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند شریک مشر اصف علي زرداري نوماند کړی دی.

د پاکستان د ولسمشر ټاکلو لپاره د قامي اسمبلۍ ډ سېنېټ او ټولو صوبایي اسمبلیو غړي مستقيمې رایې اچوي.

ټاکل شوې چې اوسنی ولسمشر ډاکټر محمد عارف علوي د مارچ پر نهمه نوي منتخب ولسمشر ته دنده وسپاري.

د ولسمشرۍ انتخاباتو ته د نوماند محمود خان اڅکزي ژوند او سیاست

محمود خان اڅکزی د نوموتي پښتون ملتپال مبارز، سياستوال او ليکوال عبدالصمد خان اڅکزي زوی دی. عبدالصمد خان اڅکزی د ۱۹۷۳ز کال د ډېسېمبر پر دویمه په کوټه کې په خپل کور کې د بمي برید په نتیجه کې تر وژل کېدو وروسته په "خان شهید" مشهور شو.

محمود خان اڅکزی د ۱۹۴۷ز کال د ډېسېمبر پر ۱۲مه د قلعه عبدالله ضلعې د ګلستان تحصیل په عنایت الله کارېز سيمه کې زېږېدلی دی.

نوموړي لومړۍ زدکړې د عنایت الله کارېز له پرایمري سکوله کړې دي او ۱۰م ټولګی یې هم د خپل کلي له های سکوله ویلی دی.

محمود خان د نورو زدکړو لپاره کوټې ته ولاړ او تر ۱۲م ټولګی يې د کوټې له ساینس کالجه ویلی دی.

وروسته نوموړي د پېښور له پوهنتونه په انجینرۍ کې د لېسانس (بېچلرز) بریليک ترلاسه کړ.

سیاست ته د محمود خان اڅکزي راتګ

محمود خان اڅکزي سیاسي‌ هلې ځلې د خپلو زدکړو پر مهال د پښتنو لوستونکو له سازمانه (پښتون سټوډنټس ارګنایزېشن) څخه پيل کړې چې بیا وروسته په پښتونخوا سټوډنټس ارګنایزېشن بدل شو.

د عبدالصمد خان اڅکزي تر وژل کېدو وروسته د هغه وخت پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ ۲۵ کلن محمود خان اڅکزی د ګوند مشر وټاکه.

یاد ګوند بیا په ۱۹۸۹ز کې په پښتونخوا ملي عوامي ګوند ونومول شو او مشري یې محمود خان اڅکزي ته ورکړل شوه.

محمود خان اڅکزي د ۱۹۸۳ز کال د اکتوبر پر اوومه په کوټه کې د جمهوریت د بحالۍ تحریک (اېم ار ډي) د جلوس مشري کوله چې د ضیاالحق د مارشلايي یا پوځي حکومت له خوا ډزې ورباندې وشوې.

په هغه پېښه کې محمود خان اڅکزی خوندي پاتې شو خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند څلور غړي اسلم ولسیار، داود خان ، محمد رمضان او کاکا محمود ووژل شول.

محمود خان اڅکزی تر هغه وروسته شپږ نیم کاله په افغانستان کې تېر کړل او په ۱۹۸۹ز کې پاکستان ته ستون شوی وو.

د پارلېماني سیاست پیل

محمود خان اڅکزی په لومړي ځل په ۱۹۷۴ز کې له کلا عبدالله څخه د بلوچستان د صوبايي‌ اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

نوموړی وروسته په ۱۹۹۰ز کې له پښین او کلا عبدالله څخه د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی وو.

هغه په ۱۹۹۳ز کال کې له کوټې او چاغي څخه په دویم ځل د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شو.

محمود خان اڅکزی په درېيم ځل په ۲۰۰۲ز کال کې له پښین څخه د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شو.

د محمود خان اڅکزي په مشرۍ پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ۲۰۰۸ز کال کې د هغه وخت د پوځي واکمن پروېز مشرف تر واکمنۍ لاندې له عامو انتخاباتو پرېکون (بايکاټ) کړی وو.

اڅکزی د ۲۰۱۳ز کال د عامو انتخاباتو په نتیجه کې بیا د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شو، خو د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې نه وو بريالی شوی.

نوموړی په وروستيو کې د ۲۰۲۴ز کال د فبرورۍ پر اتمه په شویو عامو انتخاباتو کې د کلا عبدلله او چمن پر څوکۍ د قامي اسمبلۍ غړی منتخب شوی دی.

په سیاسي او جمهوري اتحادونو کې رول

محمود خا ن اڅکزي په پاکستان کې د جمهوریت د ودې او پياوړتيا او پارلېمان د برلاسيتوب لپاره په شاوخوا هر غورځنګ کې شریک او فعال پاتې شوی دی.

په دې کې د جمهوریت د بحالۍ تحریک (اېم ار ډي)، د ټولو ګوندونو جمهوري غورځنګ (اې پي ډي اېم)، د پاکستان د مظلومو قومونو غورځنګ (پونم) او پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) شامل دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG