د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: طالبان دې د نجونو د تعلیم مخه نه نیسي


محمود خان اڅکزی: طالبان دې د نجونو د تعلیم مخه نه نیسي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:15 0:00

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ډېسېمبر په دویمه په کوټه کې د خپل بنسټګر عبدالصمد خان اڅکزي د ۴۹م تلین په اړه یوه ولسي غونډه کړې. په غونډه کې د ګوند مشر محمود خان اڅکزي د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر په اړه ویلي، که نوموړی د ډېسېمبر تر ۱۶مې خوشې نه کړل شو نو جلسې او احتجاجونه به پیل کړي. اڅکزي په افغانستان کې د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې د نجونو د زده کړو لپاره دې ښوونځي پرانیزي. نوموړي دا هم ویلي چې افغانستان او پاکستان پر ډیورنډ کرښه اووه لارې لري، باید دواړه هیوادونه د کرښې دواړو غاړو ولسونو ته شناختي کارډونه او تذکرې ورکړي چې خلګ ازاد تک راتګ او کاروبار وکړي. نور حال په دې ویډیویي راپور کې:

XS
SM
MD
LG