د لاسرسي ځای

تازه خبر

اڅکزی: د ۴۴۴ کسانو قاتل ازاد ګرځي او علي وزیر بندي دی


محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په کوټه کې د خپل ګوند له خوا د علي وزیر خوشي کولو لپاره را بلل شوې احتجاجي غونډې ته وینا وکړه.
محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په کوټه کې د خپل ګوند له خوا د علي وزیر خوشي کولو لپاره را بلل شوې احتجاجي غونډې ته وینا وکړه.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، دا د پاکستان د تباهۍ تګلارې دي چې د ۴۴۴ کسانو قاتل ازاد ګرځي او علي وزیر بندي دی.

محمود خان اڅکزي دا خبره د ډېسېمبر پر ۱۶مه په کوټه کې د خپل ګوند له خوا د علي وزیر خوشي کولو لپاره را بلل شوې احتجاجي غونډې ته وکړه.

محمود خان اڅکزي په سیند کې پر واکمن پیپلز ګوند غږ وکړ چې د علي وزیر د خوشي کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

ده وویل، "زه پیپلز ګوند ته وایم چې په کراچۍ کې ستاسو حکومت دی، ستاسو ججانو د ۴۴۴ کسانو قاتل راو انوار خوشی کړ، ولې تاسو د علي وزیر په اړه پر خپل حکومت غږ نه کوی.؟"

د سیند حکومت ویاند مرتضا وهاب د ډېسېمبر پر ۱۵مه په یوه پیغام کې مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت د علي وزیر په ګرفتارۍ او بندي کولو کې لاس نه لري.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوټه کې د علي وزیرستان د خلاصون لپاره لاریون او جلسه وکړه
پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کوټه کې د علي وزیرستان د خلاصون لپاره لاریون او جلسه وکړه

نوموړي زیاته کړې چې د علي وزیر پرضد عدالتي کاروايي روانه ده نو ځکه یې دوی د خوشي کولو واک نه لري.

تر دې وړاندې د پیپلز ګوند مشر او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بټو زرداري هم د علي وزیر په خوشي کولو کې ځان بې وسه ښودلی وو.

د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر پر ۲۳مه په لاهور کې د بشری حقونو د مبارزې عاصمه جهانګیر کنفرس پرمهال چې بلاول بټو وینا کوله نو یو شمېر کسانو غږ پورته کړ چې "علي وزیر دې خوشی شي."

بلاول بټو زرداري دې کسانو ته په ځواب کې وويل،"تاسو دا احتجاج په هغه ځای کې وکړئ، څوک چې علي وزیر خوشی کولای شي."

پښتون ژغورنې غورځنګ او په خپله علي وزیر هم په وار وار ویلي چې دی د پوځ او په ځانګړې توګه د پوځ د پخواني مشر قمر جاوید په امر بندي.

دا خبره د علي وزیر پر رسمي ټویټر پاڼه په هغه وروستي ټویټ کې په څرګندو ټکو لیکل شوې ده چې نوموړي د ۲۰۲۲م کال د اپرېل پر ۲۲مه کړی وو.

خو د پاکستان پوځ په دې اړه کله هم څه رسمي غبرګون نه دی ښودلی چې ګواکې رښتیا هم عدالتونو د دوی په وینا علي وزیر په بند کې ساتلی دی.

د ډېسېمبر پر ۱۶مه د علي وزیر د نیول کېدو دوه کاله پوره شو. نوموړی د ۲۰۲۰م کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه په پېښور کې د ارمي پبلک سکول د وژل شویو ماشومانو په یاد کې له جوړې غونډې وروسته نیول شوی وو.

د پېښور پولیسو ویلي وو چې نوموړی یې د سیند پولیسو په غوښتنه په دې تور نیولی وو چې د هغه کال د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د جلسې پر مهال د ملک او ملکي ادارو خلاف خبرې کړې وې.

علي وزیر له هغه راهسې د کراچۍ په زندان کې دی. د ده وکیل او پښتون ژغورنې غورځنګ وايي، چې کله یې په یو مقدمه کې ضمانت وشي نو پولیس ورپسې بله را وباسي.

د کراچۍ پولیسو یو ځل بیا د ۲۰۲۰ز کال په یوه مقدمه کې د قامي اسمبلۍ د غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ علي وزیر ګرفتاري په ډاګه کړې ده.

د نوموړي وکیل قادر خان د ډېسېمبر پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې پولیسو د ډېسېمبر پر ۱۵مه په چارسده کې په دایر شوي رپورټ کې د هغه ګرفتاري ښوولې ده.

دی زیاتوي چې د چارسدې له قضیې سره پر وزیر د ټولو مقدمو شمېر شپږ ته رسېدلی دی.

خو محمود خان اڅکزي وویل چې که د علي وزیر په ګډون د ګرفتاریو او بند سلسله ونه درېده نو د ده په وینا، "د پاکستان جېلونه به داسې ور ډک کړي چې ځای به پکې نه وي."

نوموړي پاکستاني ریاست ته په اشاره وویل، "تا د علي وزیر د کورنۍ ۱۵ کسان وژنې او بیا غواړې چې هغه اتڼ درته وکړي؟"


محمود خان اڅکزی د پاکستان پر کورنیو او بهرنیو تګلارو نیوکې وکړې او له پاکستان څخه د بنګالیانو د بېلو پېښې ته په اشاره وویل، "د پاکستان د ناروا تګلاره له کبله په ۱۹۷۱م کال کې پاکستان مات شوی وو."

نوموړي زیاته کړه، " موږ نه یو ناپوهه پوځي ته، نه ناپوهه جج ته او نه ناپوهه سیاسي مشر ته د دې اجازه ورکوو چې دوی به بې انصافي کوي او دا ملک به سرو لمبو ته اچوي."

محمود خان اڅکزي تور پورې کړ چې تحریک طالبان پاکستان د ریاست د هغو "بدمعاشیو په نتیجه کې جوړ شو چې دوی پر وزیرستان حمله وکړه."

نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان ریاست دې پر خپلو کړنو توبه وکاږي او تحریک طالبان به یې پر خپلو کړنو وکاږي.

ده وویل، "لس یا ۱۵ کسه مسود به وو ، یاغیان به وو، تا د مسدو پر کورونه او کلاګانو په جهازونو بمبارۍ وکړې،‌ موږ په هر شکل کې د ترهګرۍ خلاف یو، که یې فرد کوي، که یې فرقه کوي، که یې قام کوي او که یې ملک کوي."

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹م کال کې په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو پرضد د راه نجات په نامه داسې عملیات کړي وو چې په لسګونه زره خلک یې بې کوره کړي وو.

محمود خان اڅکزي د ډېسېمبر پر ۱۶مه کړې وینا کې د افغانستان په اړه هم خپلې ځینې پخوانۍ خبرې تکرار کړې.

نوموړي د افغانستان ګاونډیو او په ځانګړې توګه پاکستان ته په اشاره وویل، " چې څوک د افغانستان د قبضه کولو فکر کوي هغه لېونی دی، په روغتون کې یې داخل کړی."

نوموړي پر طالبانو هم بیا غږ وکړ چې د ده په وینا، " په زور د واک نیولو لړۍ ته به د پای ټکی ږدو، د ټولو افغانانو تر منځ د داسې جرګې بندوبست وکړئ چې حامد کرزی، اشرف غني او د شمال ټول افغانان پکې ناست وي."

محمود خان اڅکزي وویل، دی د طالبانو مننه کوي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ته یې پاسپورټ ورکړی چې له هیواده بهر لاړ شي.

د ده په وینا، حامد کرزی به خامخا په بهر کې له مېشتو افغانانو سره خبرې اترې کوي او مزاکرات کوي چې د هیواد د مسلې یو هواری ومیندل شي.

XS
SM
MD
LG