د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې پولیس وایي د ښوونکو د وژنې په تړاو یې له ۶۰ کسانو څخه پلټنې کړې دي


د سېپتېمبر پر ۱۲مه پرلتوال د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي.
د سېپتېمبر پر ۱۲مه پرلتوال د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي.

د خیبر پښتونخوا کورمې د پولیسو مشر محمد عمران وایي، تر اوسه یې په تري منګلو کې د ښوونکو د وژنې په تړاو تر ۶۰ زیات کسان نیولي او ورڅخه یې پلټنې کړې دي.

نوموړي د سېپتېمبر پر ۱۲مه په پاړه چینار کې د استادانو او ځايي اوسېدونکو احتجاجي پرلت ته په وینا کې وویل چې د برید په مقدمه کې یې له نومول شویو اووه کسانو څخه دوه نیولي او پلټنې یې کړې دي.

سږ کال د مې پر څلورمه په کورمه کې د یو تن تر وژنې وروسته، په تري منګلو کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران ووژل چې تر هغې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوه او د پېښې پر ضد په پېښور، اسلام اباد او کورمه کې یو شمېر ځلې احتجاجونه وشول.

محمد عمران وویل د ښوونکو او مزدورانو په وژنه کې د ککړو نورو کسانو ګرفتارۍ لپاره هم چاپې وهي.

ده وویل، د کورمې په ګېدو کې چې د شریف په نوم یو کس ووژل شو، نو تر هغې وروسته پارېدلو کسانو پر ښوونځي برید وکړ.

عمران زیاته کړه چې د شریف په وژنه کې هم د ککړو کسانو د ګرفتارۍ هڅه کوي. ''د شریف په نامه چې کوم کس قتل شوی وو د هغې په وجه دا هر څه وشول. په هغې کې مو هم له یوشمېر کسانو پوښتنې کړي او اصلي مجرمانو ته به ورسېږو. یوازې پولیس نه بلکې د حکومت ټوله مشینري لګيا ده. زموږ کوشش دی چې ژرترژره اصلي کسانو ته ورسېږو.''

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۲مه یوشمېر استادانو او د سیمې اوسېدونکو په پاړه چینار کې د خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي ناسته پیل کړه او د تري منګلو په پېښه کې یې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ غوښتنه وکړه.

د نهې پر ورځ مظاهرینو د تري منګل په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو بینرونه په لاسونو کې نیولي دي
د نهې پر ورځ مظاهرینو د تري منګل په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو بینرونه په لاسونو کې نیولي دي

د احتجاج ګډونوال او بلدیاتي ادارې د تحصیل چېرمین مزمل حسین اغا مشال راډیو ته وویل چې تر پېښې څلور میاشتې تېرې شوې خو حکومت تر اوسه د "قاتلانو" په نیولو کې پاتې راغلی دی.

د پرلت بل برخوال ملک زر تاج حسین وایي، که داسې پېښه په بل ځای کې شوې وای نو تر اوسه به پکې ککړ کسان نيول شوي وای خو داسې نه دي شوي نو ځکه یې احتجاج پیل کړ.

د ښوونکو په وژنه کې د ککړو کسانو د ګرفتارولو په اړه تر حکومتي ډاډ وروسته پرلت پای ته ورسېد خو مظاهرچیانو وویل، که چارواکو په یوه میاشت کې ملزمان و نه نیول نو بیا په احتجاج لاس پورې کوي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

په کورمه کې په وروستیو کې پر ولسي وګړو یوشمېر حملې شوې دي چې له کبله یې هلته امنیتي وضعیت ترینګلی دی.

د تري منګلو تر پېښې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ. هغه استادان دریځ لري چې دا ګام یې خپل ژوند ته د ورپېښ خطر د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

سکولونو ته د استادانو د نه تګ له وجې د کورمې په نېږدې ۱۵ سکولونو کې تعلیمي چارې اغېزمنې شوې دي. ځینې سکولونه مکمل بند شوي او ځینې یې د استادانو له کمي سره مخ دي. بل پلو د کورمې د سني سیمو استادانو او اوسېدونکو هلته د سکولونو د بندېدو خلاف مظاهرې هم کړې دي او پر حکومت یې غږ کړی چې د دې مسلې د هواري لپاره ګامونه پورته کړي.

دا راز د جولای په میاشت کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

د سیمې انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، د ناامنۍ او حملو مخنیوي لپاره یې هڅو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG