د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې خلکو د استادانو نه شتون په احتجاج کې سلګونه ښوونځي وتړل


د کورمې خلک وايي، حکومت سکولونو ته استادان نه لېږل نو دوی ځکه وتړل: انځور سیپتمبر ۱۱، کال ۲۰۲۳
د کورمې خلک وايي، حکومت سکولونو ته استادان نه لېږل نو دوی ځکه وتړل: انځور سیپتمبر ۱۱، کال ۲۰۲۳

د منځنۍ او کوزې کورمې مشرانو د سيپتمبر پر ۱۱مه د دې سيمو تر ۳۰۰ زيات سرکاري سکولونه د احتجاج په توګه وتړل.

دوی وايي حکومت په سکولونو کې د استادانو د حاضرۍ په يقيني کولو کې ناکامه شوی وو نو ځکه دوی د احتجاج په توګه تر نامعلومې مودې پورې د سکولونو تړلو پرېکړه کړې. د دوی په وينا د دې کار مقصد پر حکومت فشار اچول دي چې په ښوونځيوو کې د استادانو حاضري يقيني کړي.

ځايي مشرانو اعلان کړی چې که چا د کوم سکول خلاصولو هڅه وکړه نو پرضد به يې د قامي تړون له مخې اقدام وشي. مشال راډيو د سيپتمبر پر ۱۱مه نېټه هڅه وکړه چې پر دې مسله د کورمې د تعليم د محکمې د مشر دريځ معلوم کړي خو هغه خپل ټيليفون پورته نه کړ.

البته د منځنۍ کورمې د بلدياتو چيرمين احسان الله احسان وويل کوښښ کوي چې له قومي مشرانو سره يو وارې بيا خبرې وکړي او د سکولونو خلاصولو ته يې راضي کړي. هغه وايي: "د کمېټې له غړيو او له ځايي مشرانو سره به غونډه کوو. په سکولونو کې د استادانو د نه حاضرۍ مسلې د حل په برخه کې له خپلو هڅو به يې خبروو. موږ کوښښ کوو چې د تعليم په لړ کې د سيمې د خلکو غوښتنې ومنل شي او دوی خپل احتجاج ختم کړي."

تر دې وړاندې د سيپتمبر په اوله نېټه د کورمې خلکو د غیرحاضرو استادانو خلاف مظاهره هم کړې وه. د مظاهرې پر مهال د کورمې ځايي خلکو، قامي مشرانو او مدني فعالانو دړکه کړې وه چې که د هغوی غوښتنه ونه منل شوه، استادان سکولونو ته حاضر نه شول او حکومت د دې خبرې غم ونه خوړلو، نو هغوی به په دې مجبوره شي چې د ټل ـ پاړه چینار لاره وتړي. دوی په صدې بازار کې تر لاریون کولو وروسته د پریس کلب مخې ته پرلت وهلی وو.

په کورمه کې د سکولونو مسله وروسته له هغې جوړه شوه چې د ۲۰۲۳م کال د مې پر څلورمه د کورمې په تري منګل کې پارېدلو کسانو څلور شیعه استادان او درې مزدوران وژلي ول. تر هغې پېښې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ. هغه استادان دریځ لري چې دا ګام یې خپل ژوند ته د ورپېښ خطر د مخنیوي لپاره اخیستی دی.

سکولونو ته د استادانو د نه تګ له وجې د کورمې په نېږدې ۱۵ سکولونو کې تعلیمي چارې اغېزمنې شوې دي. ځینې سکولونه مکمل بند شوي او ځینې یې د استادانو له کمي سره مخ دي. بل پلو د کورمې د سني سیمو استادانو او اوسېدونکو هلته د سکولونو د بندېدو خلاف مظاهرې هم کړې دي او پر حکومت یې غږ کړی چې د دې مسلې د هواري لپاره ګامونه پورته کړي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ژوند کوي. خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG