د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس وايي بر کوهستان کې یې د مذهب سپکاوي په تور یو چینايي وګړی نیولی دی


پولیس په بر کوهستان کې - انځور له ارشيف
پولیس په بر کوهستان کې - انځور له ارشيف

د خیبر پښتونخوا په بر کوهستان کې پولیسو تر هغې وروسته یو چینايي وګړی نیولی دی چې ځايي خلکو پر نوموړي د مذهب د سپکاوي تور پورې کړ او د هغه د ګرفتارۍ لپاره یې مظاهره وکړه.

د بر کوهستان پولیسو د تیان په نوم پر چینايي وګړي پرضد د اپرېل پر ۱۷مه مقدمه دایره کړې ده چې پکې راغلي چې پر هغه تن د مذهب سپکاوي تور د اپرېل پر ۱۵مه پورې شوی وو.

د ضلعي انتظامیې د دفتر یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د اپرېل پر ۱۷مه یې د نوم نه ښوولو پر شرط مشال راډیو ته د تیان د نیولو تصدیق وکړ خو دا یې و نه ویل چې هغه څه سپکاوی کړی دی.

د سیمې خبریالان وايي، د بر کوهستان په برسین کې ګڼو خلکو د اپرېل پر ۱۶مه د مظاهرې پر مهال د چینايي کارکوونکو کیمپ ته د داخلېدو هڅه وکړه او پر هغې ودانۍ یې کاڼي وورول. دوی وايي، امنیتي سرتېرو د مظاهرچیانو منشترولو لپاره هوايي ډزې وکړې. ځايي خبریالان زیاتوي چې احتجاجیانو تر څو ساعتونو پورې د برسین لویه لاره تړې وه.

په پاکستان کې د چین سفارت د خپل وګړي د ګرفتارۍ په اړه څه نه دي ویلي.

په پاکستان کې وخت په وخت د مذهب د سپکاوي په نوم پېښې کېږي چې پکې زیاتره تورن کسان د نورو مذهبونو منونکي وي.

د بشري حقونو سازمانونو، قانونپوهانو او مدني فعالانو په بیا بیا ويلي چې په پاکستان کې په یوشمېر پېښو کې د توهين مذهب د سزاګانو قانون د شخصي دښمنيو لپاره کارول شوی دی نو د دوی په وينا، بايد پکې داسې ترميم وشي چې ورسره سم د هغو کړنو مخه ونيول شي.

په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي د مجازاتو په قانون کې د بدلون موضوع دومره حساسه ده چې په اړه يې زیاتره سیاستوالان، مدني فعالان، قانونپوهان او روڼ اندي ديني عالمان یا خو بیخي خبرې نه کوي او يا بیا په خپلو څرګندونو کې د ټکو په انتخاب کې له ډېر احتياطه کار اخلي ځکه چې د بلوه ګرو له خوا د وژنو پېښو دا وېره لا زیاته کړې ده.

خو د پاکستان حکومت ټینګار کوي چې د مذهب سپکاوي د سزاګانو د قانون ناسمې کارونې اجازه نه ورکوي.

د بر کوهستان په برسین کې ګڼ چینايي انجینران او کارکوونکي پراته دي چې هلته د داسو د اوبو له بنده د برېښنا پیدا کولو پر پروژې کار کوي چې د چین – پاکستان اقتصادي لارې د پروژو برخه ده.

د ۲۰۲۱ز کال په جولای کې د خیبر پښتونخوا د بر کوهستان د داسو ډیم جوړولو په چارو د بوختو چینايي انجینرانو پر بس برید شوی وو چې پکې نهه چینایان وژل شوي ول. تر هغه وورسته چين پر پاکستان غږ وکړ چې د چينايي وګړو امنيت ته دې جدي پام وکړي.

د پاکستان حکومت په تېرو کلونو کې په بیا بیا چینايي چارواکو ته ډاډ ورکړی دی چې د هېواد په ټولو برخو کې د چینايي وګړو او کارکوونکو امنیت لپاره اقدامات کوي.

XS
SM
MD
LG