د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې پولیسو یوه ښځه د مذهب سپکاوي په تور نیولې ده


د کراچۍ ښار انځور له ارشېفه.
د کراچۍ ښار انځور له ارشېفه.

د کراچۍ پولیس وايي، د اکتوبر پر ۲۷ مه يې یوه ښځه د قران پاک مبینه سپکاوي په تور نیولې او د مذهب د سپکاوي قانون لاندې یې پرې مقدمه درج کړې ده.

دا خبره د کراچۍ پولیسو نیو کراچۍ شارعه نور جها تاڼې مشر ايس ايچ او افتاب عباسي مشال راډیو ته وکړه.

د ده په خبره نيول شوې ښځه رواني ناروغۍ لري او په نيو کراچۍ بلال کالونۍ سيمه کې خلکو پر نوموړې په مبينه توګه د قران سوځولو تور لګولی دی.

نوموړي زیاته کړه چې دا ښځه نفسياتي ناورغۍ لري او له تېرو دريو کالو راهيسي په عباسي روغتون کې يې درملنه روانه ده.

د پوليسو په وينا د نيول شوې ميرمنې د رواني ناروغۍ درملني اسناد هم موجود دي. دوی دريځ لري چې د قران د سوځېدلو د خبر تر خپورېدو سمدستي وروسته ګڼ شمېر قهرجنو مظاهره چيانو د پوليسو پر تاڼه هم بريد وکړ چې اته پوليس پکې ژوبل شول.

د دوی په وینا، د پوليسو او مظاهرچيانو ترمنځ نښتو کې د ټانې ګاډي او ودانۍ ته هم زيان رسيدلي دی.

د سيمي يو پوليس افسر (ايس ايس پي) معاروف عثمان د اکتوبر پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې مظاهره چيانو غوښتل چې د قران د سپکاوي په تور نيول شوې مېرمن دې هغوي ته وسپاري.

پوليسو د احتجاج پر وخت په امنيتي ځواکونو بريد او سرکاري املاکو ته د زيان رسولو په تور اته کسان هم نيولي او له هغوی څخه یې پلټنې پيل کړې دي.

د مذهب سپکاوي په تور نيول شوې ښځې تعلق د سيند له دادو سيمې سره دی. د هغې خاوند عمران علي، د اکتوبر پر ۲۸مه، مشال راډيو ته وويل چې ميرمن يې ذهني ناروغه ده او له تېرو پنځو کالو راهيسي يې درملنه روانه ده.

هغه وويل چې تر دې مبینه پېښه وروسته د وېرې له کبله له کوره نشي وتلای.

نوموړي زياته کړه، " زما ميرمين رواني ناروغۍ لري او څو واري له کوره تښتيدلې ده، زما ميرمنې قران نه دی سوځولی، بل چا دا کار کړی او زما ښځه يې په دې تورنه کړې ده."

قانون پوهان وايي چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په نوم دا ډول پېښي رامنځ ته کېږي او د زياترو تعلق له نورو مذهبونو يا منونکو سره وي او بیا په نښه کېږي. د پوهانو په خبره د شخصي شخړو او غچ اخستو لپاره هم د مذهب سپکاوي تورنه پورې کيږي.

پريانتکا کمار د پنجاب صوبې د سيالکوټ ښار په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو چې د ۲۰۲۱ کال د دیسمبر پر درېمه نېټه پارېدلو کسانو په وهلو ټکولو تر وژلو وروسته د هغه مړی وسوځاوه.
پريانتکا کمار د پنجاب صوبې د سيالکوټ ښار په راجکو نومې کمپنۍ کې منيجر وو چې د ۲۰۲۱ کال د دیسمبر پر درېمه نېټه پارېدلو کسانو په وهلو ټکولو تر وژلو وروسته د هغه مړی وسوځاوه.

د پاکستان د سپريم کورټ وکيلانو اتحاديې غړی وکيل ضيا احمد اعوان وايي د مذهب د سپکاوي پر ضد قانون موجود دی او په هغه کې ښکاره لارښوني هم موجودې دي.

هغه زياته کړه " پکار ده چې علما په جوماتونو کې په خپلو بيانونو کې خلکو ته پوهاوی ورکړي خو له بده مرغه داسې نه کېږي او دا ډول پېښي رامنځ شي."

د پاکستان د سيند او پنجاب صوبو تر څنګ د هېواد په نورو برخو کي هم دا ډول پيښي بيا بيا مخې ته راځي چې د مذهب د سپکاوي په تور بيا د نورو مذهبونو منونکو ته زيان اوړي او يا وژل کېږي.

په ۲۰۲۱م کال کې د پنجاب په سيالکوټ ښار کې یو سري لنکايي وګړی په مبينه توګه مذهب ته د سپکاوي په تور خلکو وژلی وو.

په پاکستان کې د بشري حقونو لپاره کار کوونکي غېر سرکاري تنظيم سنټر فار سوشل جسټس په خپل یو رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۲۱ م کال کې د مذهب د سپکاوي تر قانون لاندې په ملک کې ۸۳ مقدمې درج شوې وې چې زياتره پکې په پنجاب کې وې.

XS
SM
MD
LG