د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور های کورټ د مذهب سپکاوي په تور دوه عیسویان بېګناه ګرځولي


دا تر هغې وروسته ده چې د اروپايي ټولنې د پارلېمان غړو پر قضیې سخت انتقاد وکړ. انځور- ارشیف
دا تر هغې وروسته ده چې د اروپايي ټولنې د پارلېمان غړو پر قضیې سخت انتقاد وکړ. انځور- ارشیف

لاهور های کورټ د مذهب د سپکاوي په تور د دوو عیسویانو د مرګ سزا په اړه د یوه عدالت اووه کلنه پخوانۍ فیصله ختمه کړې او هغوی یې بېګناه ګرځولي دي.

دا تر هغې وروسته ده چې د اروپايي ټولنې د پارلېمان غړو پر قضیې سخت انتقاد وکړ. د شفقت اېمانوېل او شګفتې کوثر وکیل سیف الملوک د جون پر درېیمه نېټه وویل، لاهور های کورټ د دواړو د خوشې کولو امر کړی دی.

دا ښځه او مېړه په ۲۰۱۴ز کال کې یوه دوکاندار ته د اسلام د پیغمبر د سپکاوي پیغامونو د استولو په تور تر سزا کېدو وروسته بندیان شوي ول، حال دا چې دواړه لیک لوست نشي کولای.

د فرانسې خبري اژانس د سیف الملوک له خولې ویلي چې نوموړی" زښت خوشاله دی چې دا کسان خوشې شوي دي."

د ده په خبره، دا کسان د ټولنې له تر ټولو بېچاره خلکو څخه بلل کېږي او زیاتوي چې راتلونکې اوونۍ به د عدالت فیصلې تر خپرېدو وروسته خوشې شي.

د مذهب سپکاوی په پاکستان کې یوه حساسه موضوع بلل کېږي.

په اپرېل کې اروپايي پارلېمان یو پرېکړه لیک منظور کړ چې پکې پاکستان د مذهبي لږکیو په خوندیتوب کې د پاتې راتګ له وجې غندل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG