د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند پولیس: اشوک کمار د مذهب سپکاوی نه دی کړی ځکه مو خوشې کړ


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د پاکستان د سیند صوبې پولیس وايي، د هغوی پلټنې ښيي چې د قران د سپکاوي په تور نیول شوی هندو مذهبه هلک اشوک بېګناه دی نو ځکه یې بیرته خوشې کړی دی.

د حیدراباد د کینټ تاڼې د پولیسو مشر (اېس اېچ او) اعجازلاکهو د سېپټمبر پر لوموړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل: "اشوک کمار مو بیرته خوشې کړی ځکه هغه بېقصوره وو خو د عبدالله په نوم یو بل تن مو په ورته قضیه کې نیولی دی."

نوموړی وايي، عبدالله د رابي پلازې اوسیدونکی او ذهني معذوره دی.

دا پېښه د اګست پر ۲۲مه، د سیند په حیدراباد سیمه کې مخې ته راغلې وه او پر ضد یې خلکو مظاهرې هم کړې وې. هغه مهال د رابي پلازې دوکاندارانو پر اشوک کمار تور پورې کړی وو چې ګینې د قران سپکاوی یې کړی دی. پولیسو له پېښې سمدستي وروسته اشوک کمار نیولی وو او د مذهب د سپکاوي په تور یې پر ضد په کینټ تاڼه کې مقدمه درج کړې وه.

د پېښې پر ضد د مظاهرو پر مهال پارېدلو مظاهره چیانو د پولیسو پر یوې تاڼې باندې هم برید کړی وو چې به ترڅ کې يې د پولیسو ګاډو او املاکو ته هم تاوان رسول شوی وو. هغه مهال مظاهره کوونکو له پولیسو غوښتنه کوله چې اشوک کمار دې ورته وسپارل شي خو پولیسو یې خبره نه وه منلې. پولیسو نږدې ۵۰ مظاهره کوونکي نیولي هم وو او پر ضد یې مقدمې درج کړې وې. د هغو کسانو که څه هم ضمانتونه شوي خو د مقدمو اورېدنې یې روانې دي.

د حیدراباد پولیس وايي، اصلا د قران پاڼې عبدالله سوځولي څوک چې ذهني معذوره دی خو وروسته خلکو پر اشوک کمار باندې چې د پلازې خاکروب (جاروکښ) دی، تور پورې کړی وو چې ګینې دا کار هغه کړی دی. پولیس وايي، دم ګړۍ ته اشوک کمار خوشې شوی، عبدالله د هغوی په ولکه کې دی او نورې پلټنې روانې دي.

د پاکستان د سپریم کورټ بار غړی او وکیل صلاح الدین ګنډاپور وايي، د سترې محکمې واضحه لارښوونه موجوده ده چې څوک پر چا په درواغو تور پورې کړي نو د هغه کس پر ضد به هم کارروايي کېږي.

په سیند صوبه کې اوسیدونکي هندوان وايي، د هغوی پر ضد وخت په وخت د مذهب د سپکاوي تورونه په ورته ډول لګول شوي او بیا پرې مقدمې چلېدلې دي. خو بل پلو د سیند صوبې د کارګرو وزیر سعید غني د سېپټمبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د هغو کسانو پر ضد به هم کارروايي کېږي چې پر نورو په دروغو د مذهب د سپکاوي تورونه پورې کوي. نوموړی وايي: "په ملک کې پر غیرمسلمو اقلیتونو د مذهب د سپکاوي د تورونو بذمرغه لړۍ روانه ده، خلک تورونه پورې کړي کوم چې بیا وروسته غلط ثابت شي، له دې سره په نورو هیوادونو کې د پاکستان بدنامي کېږي. موږ د دې تورونو پلټنې کوو."

نوموړي زیاته کړه چې عدالت به د هغو ټولو کسانو خلاف سخت اقدامات کوي چې پر اشوک کمار باندې یې په دروغو د مذهب د سپکاوي تور پورې کړی وو.

د پاکستان په نورو برخو کې هم تر دې وړاندې پر هندوانو او عیسویانو په ورته ډول د مذهب د سپکاوي تورونه پورې کړل شوي دي او د بشري حقونو ادارو پر دې باندې تشویش هم ښکاره کړی دی چې په یاد هیواد کې د مذهب د سپکاوي له قانون څخه ناوړه استفاده کېږي.

خو د پاکستان حکومت د مذهب د سپکاوي له قانون څخه کلکه دفاع کوي او تل یې ویلي چې د کوم بل هیواد په غوښتنه به په یاد قانون کې هیڅ ډول بدلون رانولي. په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په قانون کې د اصلاحاتو خبرې هم وخت په وخت شوي خو د مذهبي خلکو او ډلو له مخالفت وروسته دا خبرې بیا غلې شوې دي.

XS
SM
MD
LG