د لاسرسي ځای

تازه خبر

"خوب کې د مذهب سپکاوي" په تور دريو نجونو د مدرسې ښوونکې وژلې


پاکستان کې تر دې وړاندې هم د مذهب د سپکاوي په تور د پارېدلو کسانو لخوا يوشمېر کسان وژل شوي دي. انځور له ارشيفه

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې دريو نجونو د مدرسې يوه ښوونکې مذهب ته د سپکاوي په تور وژلې ده.

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو ضلعي مشر نجم الحسنېن لیاقت پرون (مارچ ۲۹مه) ماښام يوې خبري غونډې ته وويل چې دا پېښه د مارچ پر ۲۹مه سهار د ډېره اسماعيل خان په انجم اباد سیمه کې د "جامعه اسلامیه فلاح البنات" نومې مدرسې په دروازه کې رامينځ ته شوې ده.

د نوموړي په وينا، وژل شوې مېرمن صفورا بي بي نومېږي چې ۲۱ کلنه وه او په دغه مدرسه کې ښوونکې وه.

خوب کې د مذهب سپکاوی

نجم الحسنېن لیاقت ويلي چې پولیسو د صفورا بي بي د وژنې په تور درې واړې مېرمنې نیولې او هغوی په خپل جرم اعتراف کړی دی.

نوموړی زياتوي: "د لومړنیو پلټنو پر مهال دغو مېرمنو ویلي چې د هغوی یوې ۱۳ کلنې خپلوانې خوب لیدلی وو چې صفورا بي بي د مذهب سپکاوی کړی دی نو ځکه دوی هغه ووژله."

ډي پي او نجم الحسنېن لیاقت وايي، پولیسو له درې واړو مېرمنو پلټنې پيل کړې او د دې خبرې د معلومولو هڅه کوي چې دا قتل یواځې د یو خوب له وجې مخې ته راغلی دی، که تر شا یې نور محرکات هم شته.

دوې بېلا بېلې مدرسې

تر دې وړاندې د ډېره اسماعيل خان د کېنټ تاڼې پوليسو مشر عظيم الله وزیر تر پېښې وروسته رسنيو ته ويلي وو چې صفورا بي بي او دريو نورو نجونو يا ښځو په مدرسه کې يو وخت يو ځای زده کړې کولې.

نوموړی زياتوي، دغه درې واړه نجونې له يوې کورنۍ سره تعلق لري چې صفورا بي بي يې په چړو وژلې او د هغې مرۍ يې ور غوڅه کړې ده.

د ځايي وګړيو په وينا، له زده کړو څخه تر فراغت وروسته دريو نجونو په خپل کور کې دننه مدرسه جوړه کړه او صفورا بي بي بيا له تېرو دوو کلونو راهيسې په "جامعه اسلامیه فلاح البنات" کې د ښوونکې په حيث دنده پرمخ وړله.

د دوی په وينا د دريو نجونو کورنۍ مدرسې له برېلوي مسلک سره او "جامعه اسلامیه فلاح البنات" له ديوبندي مسلک سره تړاو درلود.

د جامعه اسلامیه فلاح البنات منتظم مولانا شفيع الله د مارچ پر ۳۰مه مشال راډيو ته وويل چې د پېښې پر وخت هغه په مدرسه کې موجود نه وو، خو نوموړي وويل په دريو نيول شويو نجونو کې يوې وړاندې هم د دوی پر مدرسه تور پور کړی وو چې هلته سمې زده کړې نه کېږي خو بيا يې څو میاشتې وروسته له دوی څخه بخښنه غوښتې وه او معامله حل شوې وه. د هغه په وينا د ده مدرسه له وفاق المدارس سره راجسټرډ ده او ۱۲۰ نجونې زده کړې پکې کوي.

نوموړي زياته کړه: "صفورا بي بي پاکه جينۍ وه او د ګستاخِ رسول هیڅ خبره مې نه ده پکې ليدلې."

مشال راډيو هڅه وکړه چې د قتل په تور د دريو نيول شويو نجونو له کورنۍ سره هم خبرې وکړي خو بريالي نه شو.

پېښه څنګه رامنځ ته شوه؟

د دغه پېښې يو عيني شاهد چې د موضوع د حساسيت له کبله يې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي، د مارچ پر ۲۹مه ډيوه راډيو ته وويل چې وژل شوې ښوونکې به هر سهار مدرسې ته په رکشه کې راتله.

"[دغه ښوونکې] چې نن سهار راغله نو د مدرسې په دروازه کې ورته درې جینکۍ يا ښځې ولاړې وې، او نېغ يې پر دغه ښځې په ډنډو ګوزارونه شروع کړل. زه خپل کور ته ننوتم چې د کور ښځې راولم او دغه ښځې له يو بل نه خلاصې کړي. خو چې هغوی بهر ته راتلې نو استازه مړه پرته وه او نورې ښځې پر موقع نه وې."

ځايي خلک وايي، کله چې پوليسو دغه نجونې له خپل کوره بېولې نو هغوی د "ګستاخِ رسول" نعرې وهلې.

د اروپوهنې له پلوه د خوبونو مقام

د پوليسو له لومړنيو پلټنو او د نيول شويو نجونو له لومړني اعتراف څخه ښکاري چې د مدرسې د ښوونکې وژنه د يو خوب پر اساس شوې ده. دا چې په ارواپوهنه کې خوب څه مقام لري، په دغه اړه په اسلام اباد کې مېشت د نفسياتي ناروغيو متخصص ډاکټر فضل الرحمان وايي چې د خوب په اړه بېلا بېلې مفکوری دي خو په ارواپوهنه کې یوه متفقه بیانیه دا ده چې د انسان هغه باطني خواهشات، چې هغه يې په ويښه اظهار نشي کولای، زياتره وخت په خوب کې ورته ښکاره کېږي.

نوموړی زياتوي، د خوبونو د تعبیر په اړه خو دیني عالمان ښه پوهېږي خو هغوی هم دا نه مني چې څوک دې خوب بهانه کړي او نورو انسانانو ته دې زیان ورسوي.

پاکستان کې د مذهب سپکاوي په نوم وژنې

پاکستان کې تر دې وړاندې هم د مذهب د سپکاوي په تور د پارېدلو کسانو لخوا يوشمېر کسان وژل شوي دي.

د دې ځینې مثالونه په خانېوال کې د سږکال فبرورۍ پر ۱۳مه نېټه د يوه "لېوني"، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر پر درېیمه په سيالکوټ کې د يوه سري لنکايي وګړي پریانتا کمار او په ۲۰۱۷ز کال کې د عبدالولي خان پوهنتون د زده کوونکی مشال خان وژنې دي. خو تر دې وړاندې هم بلوه ګرو د 'مذهب سپکاوي' په تور د عيسويانو کلي، کورونه او تاڼې سوځولې دي.

د پاکستان پرله پسې حکومتونو د بلوه ګرو له خوا د 'مذهب سپکاوي' په تور وژنې تل غندلې دي او هر ځل يې پوليسو ته په دې لړ کې د ککړو کسانو د نيولو امرونه کړي دي. پوليسو د مشال خان، پریانتاکمار او په خانېوال کې د وژنو په تړاو په لسګونو کسان نيولي دي. د مشال خان په قضيه کې عدالت سزاګانې هم اورولې دي.

د وزیراعظم عمران خان د مذهبي چارو سلاکار طاهر اشرفي د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې د خلکو له خوا د 'مذهب سپکاوي' په تور د وژنو او نورو مذهبي کرکو او شخړو د مخنيوي لپاره دوی د پاکستان پر کچ د کمېټيانو پر جوړولو کار پیل کړی دی.

په پاکستان کې د سینټر فار ریسرچ اېنډ سېکیورټي سټډيز په نوم يوې څېړنيزې ادارې د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې په راپور کې ويلي چې د پاکستان له جوړېدو راهيسې په تېرو ۷۳ کلونو کې په هغه هېواد کې د مذهب سپکاوي په ۱،۴۱۵ پېښو کې ۸۹ کسان عدالت ته له وړاندې کېدو پرته وژل شوي دي چې پکې هغه کسان هم شامل دي چې بلوه ګرو وژلي دي.

XS
SM
MD
LG