د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت په هېواد کې د تېلو بیې لوړې کړې


حکومت وايي د تېلو نوې بیې به د مارچ تر پای پورې عملي وي - پخوانی انځور.
حکومت وايي د تېلو نوې بیې به د مارچ تر پای پورې عملي وي - پخوانی انځور.

د پاکستان وفاقي حکومت د مارچ له ۱۶مې څخه په هېواد کې د پېټرولو، ډیزلو او خاورو تېلو بیې لوړې کړې دي.

د پاکستان د ماليې چارو وزارت د مارچ پر ۱۵مه رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي دي چې د پېټرولو د یو لیټر بیه پینځه روپۍ، د ډیزلو هغه ۱۳ او د خاورو تېلو بیه شاوخوا دوه نیمې روپۍ لوړوي.

له دې سره په هغه هېواد کې د یو لیټر پېټرولو نرخ ۲۷۲ روپۍ، د ډیزلو ۲۹۳ او د خاورو تېلو هغه څه د پاسه ۱۹۰ روپۍ ته رسېدلی دی.

د مالیې وزارت په بیان کې زیاته کړې چې نوې بیې به د مارچ تر پای پورې عملي وي.

دا د یوې میاشتې په موده کې دویم ځل دی چې د پاکستان حکومت د تېلو بیې لوړوي. تر دې مخکې د مالیې وزارت د فبرورۍ پر ۱۵مه شپې مهال د یو لیټر پېټرولو بیه ۲۲ روپۍ، د ډیزلو ۱۷ روپۍ، د خاورو تېلو ۱۲ او د سپکو یا لایټ ډیزلو هغه ۱۰ روپۍ لوړه کړې وه.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال کې یې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو. پر دې سربېره په تېرو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې خورا کمې شوې دي.

د اقتصادي او مالي ستونزو له کبله په هغه هېواد کې ګراني خورا زیاته شوې ده چې پرضد یې په تېرو کلونو کې پراخې مظاهرې شوې دي.

حکومت په هېواد کې د تېلو بیې پر داسې مهال لوړې کړې دي چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف دعوه کړې چې "تر ډېره بریده" یې هېواد له دېوالیه کېدو ژغورلی دی.

ده د مارچ پر ۱۵مه په اسلام اباد کې د خبریالانو یوې غونډې ته په وینا کې تور پورې کړ چې د پاکستان تحریک انصاف په مشرۍ پخواني اېتلافي حکومت له ای اېم اېف سره د موافقې شرطونه نه عملي کول چې له کبله یې د هېواد اقتصاد زیانمن شو.

ده زیاته کړه چې ای اېم اېف به "ژر" پاکستان ته د پور ورکړې پروګرام بحال کړي.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت په هېواد کې د اقتصادي ستونزو تور پر پخواني حکومت پورې کوي خو تحریک انصاف ګوند دعوه کوي چې په واکمنۍ کې یې د هېواد اقتصادي ودې رفتار لوړ وو او دا چې اقتصادي مسلې ورته له تېرو حکومتونو څخه په میراث کې پاتې وې.

تحریک انصاف ګوند داراز دریځ لري چې د اوسني حکومت د ناسمو تګلارو له کبله اقتصاد ورځ تر بلې خرابېږي.

XS
SM
MD
LG