د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېمرا د عمران خان ویناګانو پر خپرولو بندیز لګولی دی


پېمرا ویلي دي چې خان په خپلو ویناګانو کې د دولتي ادارو پرضد کرکه خپروي - پخوانی انځور.
پېمرا ویلي دي چې خان په خپلو ویناګانو کې د دولتي ادارو پرضد کرکه خپروي - پخوانی انځور.

د پاکستان د برېښنايي رسنیو د انتظام ادارې (پاکستان الېکټرانېک میډیا رېګیولېټري اتارټي یا پېمرا) د تحریک انصاف د مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ژوندیو او ثبت شویو ویناګانو او خبري غونډو پر خپرولو بندیز لګولی دی.

رسنۍ وايي، پېمرا د مارچ پر پینځمه په خپل امر ویلي دي چې خان په خپلو ویناګانو او بیانونو کې "په دوامداره توګه پر دولتي ادارو بې بنسټه تورونه پورې کوي او د خپلو پاروونکو بیانونو له لارې د ریاستي ادارو او چارواکو پر ضد کرکه خپروي."

رسنۍ د پېمرا په حواله وايي چې دا ډول کړنې په ټولنه کې امن او نظم ته زیان رسولای شي.

د پاکستان رسنۍ وايي، پېمرا په دې برخه کې د عمران خان د مارچ پینځمې نېټې وینا مثال ورکړی دی او ویلي یې دي چې د پاکستان ټېلېوېژنونو د لاهور په زمان پارک کې د هغه وینا "ژوندۍ خپره کړه" او پر مهال یې "د نشریاتو د ځنډولو مېکانېزم" و نه کاراوه.

پېمرا ویلي دي چې دې حالت ته په کتو د هغې ادارې مشر د "خپل قانوني واک" په استعمال ټول ټېلېوېژن چینلونه د خان د ویناګانو له خپرولو منع کوي.

د پاکستان تحریک انصاف وکیلانو د مارچ پر شپږمه د پېمرا امر په لاهور های کورټ کې چیلېنج کړی دی.

تر دې مخکې د هغه ګوند یوه مخکښ مشر فواد چودري د مارچ پر پینځمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي ول چې د پېمرا اقدام خلاف عدالت ته ځي.

پېمرا تر دې امر وروسته د شپې نهه بجو په خبرونو کې د عمران خان د وینا یوې برخې نشرولو پر سر د شخصي اې ار وای نیوز ټېلېوېژن د خپرونو اجازتنامه ځنډولې ده.

د هغه چینل یوه مشر عماد یوسف د مارچ پر پینځمه شپې ناوخته د پېمرا د دویم امر نقل پر ټوېټر خپور کړی دی.

یوسف تر دې وروسته په یوه بل بیان کې د پېمرا پر اقدام انتقاد کړی دی او ویلي یې دي چې هغه اداره "توپیر" پالي او یوازې اې ار وای نیوز یې په نښه کړی دی.

دا پرمختګونه تر هغې وروسته شوي دي چې د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان د مارچ پر پینځمه د لاهور په زمان پارک کې له خپل کوره د تحریک انصاف مشرانو او غړو ته وینا وکړه چې د هېواد یوشمېر رسنیو ژوندۍ خپره کړه.

خان په خپله وینا کې دعوه وکړه چې ژوند یې له خطر سره مخامخ دی. ده داراز د پوځ پر پخواني مشر جنرال قمر جاوېد باجوه انتقاد وکړ او بې له ثبوت وړاندې کولو یې دعوه وکړه چې هغه د "درغلیو په قضیو کې د تورنو اوسنيو واکمنانو ملاتړ کوي."

جنرال باجوه د خان د تازه تورونو په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو د ۲۰۲۲ز کال د نومبر په پای کې یې د خپلې دندې ختمېدو پر مهال ویلي ول چې "تر ډېر غور و فکر وروسته" یې پرېکړه وکړه چې پوځ به نور په سیاست کې ګوتې نه وهي.‌ ده د خان څرګندونو ته په اشاره ویلي ول چې کله پوځ په سیاست کې مداخله ونه کړه نو نیوکې پرې شروع شوې.

تر دې مخکې هم د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) په بیا بیا په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي. د پوځ پخواني ویاند جنرال بابر افتخار او د ای اېس ای پخواني مشر جنرال ندیم انجم د ۲۰۲۲ز کال په اکتوبر کې په ګډه خبري غونډه کې د امریکا د سازش او د پټ لیک په اړه د خان څرګندونې رد کړې وې، او ناسمې یې بللې وې.

پوځ د ۲۰۲۲ز کال په مې کې ویلي ول چې په سياست کې یې د ښکېلولو هڅې روانې دي. جنرال افتخار هغه مهال ویلي ول چې باید د هېواد ګټو ته په پام، له سياسته ليرې وساتل شي.

له دې پرته، د پاکستان په اېتلافي حکومت کې د شاملو ګوندونو سیاستوالانو په تېرو وختونو کې د درغلۍ تورونه ناسم بللي دي او ټینګار کوي چې پرضد یې سیاسي مقدمې جوړې شوې وې.

خان د مارچ پر پینځمه په خپلو څرګندونو کې پر حکومت هم انتقاد وکړ او و یې ویل چې د ناسمو اقتصادي تګلارو له کبله یې ګراني زیاته شوې ده او ولس ځپل شوی دی. دا هغه تور دی چې د پاکستان په وفاقي اېتلافي حکومت کې شاملو ګوندونو د خان په واکمنۍ کې پر هغه پورې کاوه.

د پاکستان حکومت وايي، د اقتصاد سمولو هڅو ته یې دوام ورکړی دی او په دې لړ کې له ملګرو هېوادونو او ای اېم اېفه پور اخلي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کاله راهیسې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږ اربه ډالرو پور درې کلن تړون لاسلیک کړ.

د تحریک انصاف مشر پر داسې مهال وینا وکړه چې د اسلام اباد او پنجاب پولیس یې د ګرفتارۍ لپاره کور ته ورغلل.

پولیسو وویل چې نوموړی د توشه خانې په نوم قضیه کې د اسلام اباد یوه عدالت په امر نیسي. هغه عدالت د فبرورۍ پر ۲۸مه د خان د نیولو ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړي ول. عدالت پر هغه ورځ په اورېدنه کې وویل، عمران خان ته یې په "بیا بیا موقع ورکړه" چې د توشه خانې قضیه کې عدالت ته حاضر شي خو هغه ورنغی نو ځکه د هغه د ګرفتارۍ امر ورکوي او هغه تر نیولو مخکې د ضمانت حق نه لري.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې ویلي دي چې خان په هغه قضیه کې درې ځلې اورېدنو ته نه دی حاضر شوی. نوموړي په تېرو وختونو کې ویلي ول چې د پښې د زخم له کبله عدالت ته نه وو تللی. د ۲۰۲۲ز کال په نومبر کې د پنجاب په وزیراباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند پر احتجاجي لانګ مارچ ډزو کې د عمران خان په ګډون څو کسان ژوبل شوي ول او يو تن وژل شوی وو.

په همدې حال کې د اسلام اباد پولیسو ویلي دي چې د تحریک انصاف ګوند مشرانو ورته ویلي دي چې خان نه شي "ورحاضرېدای."

د اسلام اباد پولیسو د مارچ پر پینځمه پر خپله رسمي ټوېټرپاڼه په بیان کې ویلي دي چې د قانوني چارو په برخه کې د "ناسم بیان" ورکولو پر سر د تحریک انصاف د مخکښ مشر "شبلي فراز پرضد کاروايي" کوي.

فراز پولیسو ته ویلي ول چې خان په کور کې دی خو نه شي ورتللای. تر دې وروسته پولیسو بیان خپور کړ چې پکې یې ویلي چې "د امن او نظم پر ځای ساتلو پوره هڅه کوي."

د پولیسو بیان زیاتوي چې د عدالت امر عملي کوي او عمران خان به د "مارچ پر اوومه عدالتي اورېدنې ته حاضروي."

د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان په زمان پارک کې په وینا کې یو ځل بیا پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او و یې ویل چې خپلو وکیلانو ته ویلي دي چې د پاکستان مشر قاضي ته لیک واستوي چې پر ده ناسمې مقدمې جوړېږي.

خان وویل چې پر ده دې د توشه خانې د قضیې اورېدنه په "عام محضر" کې وشي چې ولس خبر شي چې ده هېڅ ناقانونه کار نه دی کړی.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن عمران خان د اکتوبر پر ۲۱مه د توشه خانې په نوم په قضیه کې د شتمنیو په اړه د "ناسمو معلوماتو" ورکولو په سر د قامي اسمبلۍ له څوکۍ نااهله کړ.

په پاکستان کې توشه خانه هغه ځای ته وايي چې پکې د هېواد مشران، د پارلېمان غړي، بیوروکراټان او نور لوړپوړي چارواکي د بهرنیو سفرونو پر مهال ترلاسه کړې ډالۍ ږدي. د توشه خانې له اصولو او قواعدو سره سم، هغه چارواکي چې ډالۍ ترلاسه کوي، باید د کابینې ډېوېژن له ټولو جزییاتو (تفصیلاتو) خبر کړي.

عمران خان کمېشن ته په ځواب کې ویلي ول چې ورباندې پورې شوي تورونه "بې بنسټه" دي او د "سیاسي غچ" اخیستو لپاره "په بدنیتۍ" ولاړ دي. نوموړي په خپل ځواب کې ویلي ول چې هېڅ ناسم معلومات یې نه دي ورکړي او ټول تفصیل یې په ډاګه کړی وو.

خو انتخاباتي کمېشن په خپله فیصله کې ویلي چې د خان ځواب قانع کوونکی نه وو د پاکستان ایین د ۶۳مې مادې، چې د نااهلۍ په اړه ده، له مخې یې تر پینځو کلونو پورې د قامي اسمبلۍ څوکۍ لپاره نااهله کوي او په دې توګه په پارلېمان کې د هغه څوکۍ خالي شوې ده.

د عمران خان خلاف دا مقدمه د پاکستان اېتلافي حکومت د ۲۰۲۲ز کال په اګست کې په انتخاباتي کمېشن کې دایره کړې وه او پکې پر پخواني وزیراعظم تور پورې کړی وو چې د خپلو شتمنیو تفصیل ورکولو پر مهال یې د هغو ډالیو او پیسو ذکر نه دی کړی چې د خپلې واکمنۍ پر مهال یې له توشه خانې اخیستي او یا یې د هغو ډالیو د خرڅلاو له لارې ترلاسه کړې دي.

XS
SM
MD
LG