د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او ایران د سوداګریزو همکاریو ۵ کلن پلان لاسلیک کړی دی


بلاول بوټو زرداري د اګست پر درېیمه په اسلام اباد کې له حسین امیر عبداللهیان سره ولیدل.
بلاول بوټو زرداري د اګست پر درېیمه په اسلام اباد کې له حسین امیر عبداللهیان سره ولیدل.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اسلام اباد د درې ورځني سفر پر مهال له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره د دوه اړخیزه سوداګرۍ پر پراخولو خبرې کړې دي او دواړو چارواکو په دې لړ کې یو سند هم لاسلیک کړی دی.

د پاکستان دولتي راډیو وايي چې دواړو چارواکو د اګست پر درېیمه پر سیمه ییزو حالاتو هم خبرې وکړې.

د اګست پر درېیمه دواړو چارواکو تر ملاقات وروسته خبري غونډې ته په وینا کې وویل چې دواړه خواوې د دوه اړخیزه سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو پر پراخولو سلا شوې دي.

په دې لړ کې د پاکستان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو د سوداګریزو "همکاریو پینځه کلن پلان" لاسلیک کړ.

له هغه پلان سره سم، دواړه هېوادونه به هڅه کوي چې د روان کال پر مهال د دوه اړخیزه تجارت کچ پینځه اربه (مېلیارده) امریکايي ډالرو ته ورسوي.

تر دې وروسته د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو د اقتصاد او سوداګرۍ په برخه کې هم مفاهمتلیکونه لاسلیک کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري خبري غونډې ته وویل چې د سوداګریزو همکاریو له پلان سره سم به اسلام اباد او تهران په راتلونکو پینځو کلونو کې د تجارت مخې ته خنډونه لیرې کوي او د ازاد تجارت موافقه به نهايي کوي.

نوموړي زیاته کړه چې له خپل ایراني سیال سره یې په خبرو کې د افغانستان پر سولې او ثبات ټینګار وکړ او دا چې دواړه هېوادونه به پر دې موضوع بحثونو او رابطو ته دوام ورکوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان خبري غونډې ته په وینا کې په باجوړ کې د وروستي خونړي برید غندنه وکړه او د پاکستان له حکومت او د وژل شویو او ژوبلو له کورنیو سره یې د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه وکړه.

نوموړي وویل چې له پاکستاني لوري سره یې په خبرو کې یوشمېر مهم اسناد لاسلیک کړل.

عبداللهیان زیاته کړه چې له پاکستانیو چارواکو سره یې د دواړو هېوادونو ترمینځ د ګیس نللیکې پر پروژې هم "مهمې خبرې" وکړې او تهران غواړي چې هغه پروژه "ژرترژره نهايي او فعاله" شي.

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اګست پر دویمه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي ول چې د عبداللهیان په مشری ایرانی پلاوی له پاکستاني لوري سره په ملاقاتونو کې د دوه اړخیزه اړیکو او په ځانګړي ډول د سیمه ییز اتصال، انرژۍ، اقتصاد او پانګونې په اړه خبرې کوي.

بیان زیاتوي چې ټاکل شوې چې عبداللهیان د پاکستان له وزیراعظم شهباز شریف، د قامي اسمبلۍ له سپیکر راجا پروېز اشرف او د سېنېټ له مشر صادق سنجراني سره هم وګوري.

ایراني پلاوي پر داسې مهال د پاکستان سفر کړی دی چې په وروستیو کې د ایران په سیستان - بلوچستان ایالت کې پر امنیتي سرتېرو حملې زیاتې شوې دي. د جولای پر ۲۳مه په هغه ایالت کې په یو وسلوال برید کې څلور پولیس وژل شوي ول.

ایران تور پورې کړی وو چې هغه برید "ترهګرو" کړی دی خو د حملې ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې مخکې د جولای پر اتمه هم د هغه ایالت په زاهدان ښار کې د پولیسو پر مرکز په وسلوال برید او بیا نښته کې دوه سرتېري او څلور مشکوک وسلوال وژل شوي ول.

تر هغې حملې شاوخوا یوه اوونۍ وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر تهران ته ورغی او هلته یې د خپل ایراني سیال تر څنګ له نورو چارواکو سره هم ولیدل.

د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۶مه په بیان کې ویلي ول چې منیر او د ایراني پوځ مشر برید جنرال محمد باقري د دواړو هېوادونو له پولو سره په نېږدې سیمو کې "د ترهګرۍ پرضد" د ګډو اقداماتو پر کولو سلا شول.

په بیان کې راغلي ول چې دواړو خواوو موافقه وکړه چې "ترهګري سیمه بالعموم او په ځانګړي ډول دواړه هېوادونه ګواښي."

د پاکستان د پوځ مشر تهران ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر امیر حسین عبداللهیان سره په ملاقاتونو کې پر دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر سولې او ثبات بحثونه وکړل.

د ایران ناارامه سیستان - بلوچستان ایالت د پاکستان له بلوچستان صوبې سره پوله لري. تهران اکثر شکایت کوي چې له پاکستانه وسلوال وراوړي او هلته حملې کوي. خو اسلام اباد وايي، خپله خاوره د هېچا ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي او په بلوچستان کې یې د وسلوالو ضد اقداماتو ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG