د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د پولیسو پر مرکز وسلوالو برید کړی   

په زاهدان کې د جولای اتمې په برید کې د پولیسو مرکز ته زیان رسیدلی.
په زاهدان کې د جولای اتمې په برید کې د پولیسو مرکز ته زیان رسیدلی.

د ایران دولتي رسنۍ وايي چې نامعلومو وسلوالو او ځانمرګي بریدګرو نن (د جولاۍ پر اتمه) د هیواد په ناکراره جنوب مشرقي سیمه کې د پولیسو په مرکز برید کړی.

په حمله کې د مرګ ژوبلې په اړه سمدستي رپورټ نه دی ورکړل شوی.

د ایران رسمي خبري اژانس اېرنا د باخبرو سرچینو له خولې ویلي چې دوو حمله کوونکو د سیستان بلوچستان ولایت په مرکز زاهدان ښار کې په برید کې خپل چاودیدونکي کمر بندونه چولي دي.

دولتي رسنۍ وايي چې په سیمه کې اوس هم نښتې روانې دي.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG