د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ايرانه پاکستان ته د بجلۍ ورکولو پروژه پرانیستل شوه


د ايران ولسمشر ابراهيم رییسي او د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مې پر ۱۸مه له ځينو نورو چارواکو سره يو ځای د پروژې پرانیسته وکړه.
د ايران ولسمشر ابراهيم رییسي او د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د مې پر ۱۸مه له ځينو نورو چارواکو سره يو ځای د پروژې پرانیسته وکړه.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د ايران ولسمشر په سرحدي سيمو کې د يو مارکېټ او له ايرانه د بجلۍ د يو تار غځولو پرانیسته وکړه.

د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د مې پر ۱۸مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نوموړی د دې پروژو د پرانیستلو لپاره د ايران او پاکستان پر پوله پروت د ايران سيستان بلوچستان ولايت ته تللی وو. هلته د ايران ولسمشر ابراهیم رییسي هم ورغلی وو.

دواړو مشرانو د ايران له چابهاره پاکستان ته د بجلۍ لېږلو د تار او په مند پشين سرحدي سيمه کې د يو مارکېټ پرانسته وکړه. پر دې مهال جوړې شوې غونډې ته، وزيراعظم شهباز شريف وويل چې د بجلۍ په دې تار سره به د بلوچستان ګوادر سيمې ته هره ورځ ۱۰۰ مېګاواټه بجلي ورځي.

ایراني رسنۍ وايي چې د بجلۍ د دې تار ۵۰ کیلومیټره برخه په ایران او ۳۰ کيلوميټره یې په پاکستان کې ده.

ايراني او پاکستاني چارواکو دا نه دي ويلي چې اسلام اباد به تهران ته د دې بجلۍ څو روپۍ ورکوي. خو شهباز شريف په خپله وينا کې زياته کړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځ د تجارتي او اقتصادي راکړې ورکړې ډېرې موقعې موجودې دي چې کولی شي، ګټه ورڅخه واخلي.

پاکستان له څه مودې راهيسې د انرژۍ له بحران سره مخامخ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG