د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسلوالو په سيستان بلوچستان کې ۴ پولیس وژلي دي


د ايران يو سرحدي ساتونکی - انځور له ارشيفه
د ايران يو سرحدي ساتونکی - انځور له ارشيفه

وسلوالو د ايران په سیستان بلوچستان صوبه کې په یو برید کې ۴ پولیس وژل شوي دي.

تسنیم خبري اژانس چې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک سره اړه لري، د جولای پر ۲۳مه وويل چې دا برید د دوی په خبره ترهګرو کړی دی. تر اوسه کومې ډلې د حملې ذمه واري نه ده منلې.

په سیستان بلوچستان کې اکثریت د سنیانو دی خو په ټول ایران کې بیا د سنیانو ابادي شاوخوا ۱۰ فیصده ده.

سیستان بلوچستان، چې پکې په تېرو څو میاشتو کې د حکومت خلاف احتجاجونه وشو، له پاکستان او افغانستان سره پوله لري. هلته جیش العدل او ځينې نورې وسلوالې ډلې فعالې دي.

د جولای پر اتمه هم په سيستان بلوچستان کې وسلوالو د پولیسو پر يو مرکز بريد کړی وو. په هغه بريد کې لږترلږه ۲ امنيتي سرتېري وژل شوي ول. ايراني چارواکو هغه مهال ويلي ول چې وسلوالې ډلې بايد د پاکستان، افغانستان، او ايران ترمینځ په سرحدي سيمو کې ازاد ګرځېدو ته پرېنښوول شي.

تر دې حملې يوه اوونۍ وروسته، د پاکستاني پوځ مشر جنرال عاصم منير په دوه ورځني سفر ايران ته تللی وو او هلته یې له چارواکو سره په خبرو کې د سرحدي سيمو پر امنيت خبرې کړې وي. د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) د جولای پر ۱۶مه په بیان کې ویلي ول چې د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر تهران ته د خپل دوه ورځني سفر پر مهال له خپل ایراني سیال برید جنرال محمد باقري سره ولیدل.

د بیان له مخې، دواړه پوځي قومندانان پر دې سلا شول چې "ترهګري سیمه بالعموم او په ځانګړي ډول دواړه هېوادونه ګواښي." ای اېس پي ار وايي، هغو چارواکو ژمنه وکړه چې د "استخباراتي معلوماتو شریکولو او د ترهګرو شبکو پرضد د موثره اقداماتو کولو" له لارې به د دواړو هېوادونو له "پولو سره په نېږدې سیمو" کې د "ترهګرۍ ختمولو" هڅې کوي.

په بیان کې راغلي چې جنرال منیر او جنرال باقري به د "امنیت په برخه" کې د "همکاریو د زیاتولو" لارې چارې هم لټوي. ای اېس پي ار په بیان کې زیاته کړې ده چې د پاکستان د پوځ مشر په تهران کې له ایراني ولسمشر ابراهیم رییسي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره هم ولیدل او ورسره یې پر دوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې پر سولې او ثبات بحثونه وکړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG